د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان: په نښته کې ۱ مشکوک وسلوال وژل شوی دی


په ګلګت کې یو امنیتي سرتېری پر سړک د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په ګلګت کې یو امنیتي سرتېری پر سړک د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي چې د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې یو مشکوک وسلوال وژل شوی او د هغه د بل ملګري او څلورو سرتېرو په ګډون اووه تنه ژوبل شوي دي.

د سیمې د کورنیو چارو وزیر شمس لون د جولای پر څلورمه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نښته په دارېل ضلع کې د امنیتي سرتېرو د عملیاتو پر مهال شوې ده.

دی وايي چې په پېښه کې د شاه فیصل په نوم یو وسلوال قومندان ووژل شو او د هغه ملګری ژوبل شو.

د لون په خبره، په نښته کې د ملېشې څلور سرتېري، یوه ځوانه نجلۍ او یو سپین ږیری سړی ژوبل شول.

د ګلګت بلتستان حکومتي ویاند فیض الله فراق د جولای پر څلورمه د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې چارواکو تر نښتې وروسته د قراقرم لویه لاره او بابوسر سړک احتیاطاً تړلي دي.

د کورنیو چارو وزیر شمس لون دعوه وکړه چې هغو وسلوال د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د دیامر ضلعې په چېلاس کې پر یو مساپر وړونکي بس د برید پلان جوړ کړی وو چې پکې د دوو سرتېرو په ګډون نهه تنه وژل شوي او ۲۶ ټپي شوي ول.

د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې خو لون هغه مهال ویلي ول چې په هغه "ترهګر برید کې یو سني دیني عالم هم ژوبل" شوی وو او زیاته کړې یې وه چې د بریدګرو موخه "مذهبي کرکه زېږول" دي.

هغه حملې په سیمه کې مظاهرې پارولې وې او حکومت یې نویو امنیتي تدابیرو ته اړ کړی وو.

د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې په ګلګت بلتستان کې تر هغې وروسته د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوه چې د دواړو خواو دیني عالمانو پر یو بل د مذهب د سپکاوي تورونه پورې کړل. خو د هم هغه کال په سېپټېمبر کې د اعلاوزیر په مینځګړتوب د شیعه او سني مشرانو یوه ګډه کمېټي جوړه شوه چې موخه یې د شخړو مخنیوی کول ول.

ګلګت بلتستان له چین، هند او افغانستان سره پوله لري او هغه سیمه د چین د یوې کړۍ یوې لارې نوښت د چین – پاکستان اقتصادي لارې د پروژو برخه ده چې پکې د بیجنګ په مالي او تخنیکي مرسته د دیامر باشا په نوم یو بند هم جوړېږي.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر چینايي وګړو، مزدورانو او انجینرانو خونړۍ حملې شوې دي چې په غبرګون کې یې بیجنګ په بیا بیا له اسلام اباده د چینایانو د امنیت غوښتنه کړې ده.

د جون پر ۲۲مه وفاقي حکومت د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان پر مهال ویلي ول چې "په پاکستان کې چینايي وګړو ته د جامع امنیت ورکولو مېکانېزمونه پیاوړي" کوي.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د دیامر باشا تر څنګ په کوهستان کې د داسو بند او د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی.

چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د هغو پروژو د عملي کولو لپاره د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG