د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک جرګې مشران وايي د امنیت غوښتو لپاره اسلام اباد او راولپېنډۍ ته ځي


په ټانک کې په تېرو وختونو کې هم د امنیت لپاره جلسې او مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په ټانک کې په تېرو وختونو کې هم د امنیت لپاره جلسې او مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې ټانک جرګه وایي چې په سیمه کې د پوځي عملیاتو باوجود د زیاتې شوې ناامنۍ ضد راولپېنډۍ او اسلام اباد ته ځي.

د ټانک ۵۰ کسیزه ضلعي جرګه وایي په سیمه کې د امنیت لپاره جرګې پیلوي او لومړۍ ناسته د جون پر دویمه په عمرخېل کلي کې ده.

د جرګې مشر نصیر احمد د جون پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې په ټولو ناامنۍ ځپلو کلیو کې تر جرګو وروسته د جون په ۱۰مه په ټانک ښار کې پراخه جرګه کوي او بیا به په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم او د سپریم کورټ مشر قاضي او په راولپېنډۍ کې د پوځ مشر دفترونو ته ورځي او ورڅخه په سیمه کې د امنیت غوښتنه کوي.

د جرګې غړي تور پورې کوي چې امنیتي سرتېرو د وسلوالو په موجودګۍ "سترګې پټې" کړي، خو چې کله یې وسلوال پر پوستو برید وکړي نو بیا یې پر ضد کاروايي کېږي.

د پاکستان پوځ په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو پر ضد بې توپیره عملیات کوي.

د ټانک ضلعي جرګې مشر نصیر احمد وایي په تېرو شپږو میاشتو کې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو باوجود په سیمه کې د وسلوالو موجودګي او فعالیتونه زیات شوي دی.

هغه وایي، سلګونه وسلوال په جوماتونو، ځنګلونو، کورونو او لارو کوڅو کې موجود دي، چې له کلاشنکوفه نیولې تر راکټ لانچرو پورې وسلې لري.

نوموړی زیاتوي چې وسلوال ولسي وګړي ځوروي او باج (قلنګ یا بتې) ورڅخه غواړي.

په ټانک کې د امنیت لپاره ولسي ناستې پر داسې مهال کېږي چې په خيبر پښتونخوا، په تېره بیا په جنوبي ضلعو، کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پرضد يې ځايی خلکو په وار وار احتجاجونه کړي دي.

له ټانک سره پر پوله د پروت ښار ډېره اسماعیل خان کې د شېرانیو ګڼو اوسېدونکو د مې پر ۱۸مه په سيمه کې د امنیت د خرابېدو پرضد د پوځي کلا مخې ته پرلت وهلی وو.

د مې پر ۱۰مه هم د درازندې ولسي جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې په سیمه کې دې د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

هلته د شمالي وزیرستان په میرلي کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر خلیل وزیر وایي په ۲۰۱۴ز کال کې یې ټوله سیمه د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو له وجې خالي کړه، کورونه او بازارونه یې ړنګ شول، خو کله چې په ۲۰۱۶ز کال کې خپلو کورونو ته ستانه شول، نو شاوخوا دوه کاله وروسته بیا ناامني پیل شوه چې پرضد یې پوځي عملیات پیل شول چې اوس هم دوام لري.

نوموړی زیاتوي چې په عملیاتو کې "اکثر بې ګناه" خلک نیول کېږي او مرګژوبله هم ورته اوړي.

د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ټانک استازی عثمان بېټنی تاییدوي چې په ټانک، شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې بدامني شته، خو دا ردوي چې ګواکې په ټانک کې سلګونه وسلوال موجود دي.

ده د جون پر لومړۍ له مشال راډیو سره په خبرو کې د ټانک د جرګې د مشر دا دعوه هم رد کړه چې ګواکې وسلوال له خلکو باج اخلي.

بېټنی زیاتوي چې حکومت هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې په سیمه کې امن راولي غواړي او په دې لړ کې یې کوښښونه روان دي. خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په نوم یوې څېړنیزې ادارې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۴۵ ترهګر بریدونه وشول، چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي ول.

اداره وايي، په اپرېل کې شاوخوا ۷۷ بریدونه شوي ول، چې پکې ۷۰ کسان وژل شوي چې ۳۵ ملکي وګړي او ۳۱ د امنیتي ځواکونو غړي دي.

د پاکستان پوځ وایي، په سیمه کې یې د امنیت په هدف یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د مې پر ۲۷مه يې په ټانک کې په عملياتو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

XS
SM
MD
LG