د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا د راجګل کډوالو د ستنېدو لړۍ دوام لري


د نورو قبايلي سيمو په څېر له خيبره هم د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال خلک بېکوره شوي ول. پخوانی انځور
د نورو قبايلي سيمو په څېر له خيبره هم د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال خلک بېکوره شوي ول. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د خیبر د راجګل کډوالو خپلو مېنو ته د ستنېدو بهیر دوام لري او په تېرو دوو ورځو کې نېږدې ۶۰ کورنۍ خپلو کلیو ته تللې دي.

د خیبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثناالله دفتر د جون پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې ستنېدونکو ته خیمې، کمپلې او د خوراک څښاک لوښي ورکوي.

خو بې کوره شويو کسانو مشال راډیو ته وویل چې چارواکو سیمې ته ستنېدونکو ته د ګاډي کرایه او خوراکي سامان نه دی ورکړی او له حکومته مرسته غواړي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د شمېرو له مخې، په کال ۲۰۱۳ز کال کې د ناامنۍ له کبله د تیرا له راجګله نېږدې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې د خپلو خپلوانو او یا هم د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې دېره شوې وې.

له هغو څخه یې خوا وشا ۵،۰۰۰ کورنۍ تېر کال په مارچ کې خپلو کلیو ته ستنې شوې او ځینې کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

بلخوا په تیرا کې پراته امنیتي ځواکونه وايي چې هلته اوس هم ځینې کلي لا له وسلوالو څخه نه دي پاک شوي او چې عملیات بشپړ شي نو د تیرا میدان په څېر به نورو کلیو ته هم د خلکو د ستنېدو اجازه ورکړي.

د خیبر په باړه او تیرا کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې سر ته ورسېدل او کډوال ورستانه شول خو د سیمې ولس وایي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې هلته بیا د ناامنۍ پېښې په زیاتېدو دي.

په خیبر کې پوځ د وسلوالو پر ضد بیا بیا عملیات کړي خو په ۲۰۱۶ز کال کې یې ادعا کړې وه چې ټوله سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې ده.

د تیرا او باړې اوسېدونکي وایي چې هلته له ۲۰۱۷ز کال څخه د ۲۰۲۱ز کال تر پایه امن وو خو تر ۲۰۲۲ز کال وروسته ناامنۍ زور واخیست او د باج اخیستنې او هدفي وژنو سلسله تېزه شوه.

تیرا له پېښوره شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لیرې د افغانستان د ننګرهار ولایت سره پوله لرونکې غرییزه سیمه ده چې لوی ځنګلونه لري او ځینې څنډې یې له کورمې او اورکزیو سره هم لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG