د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي، تر اوسه په ملک کې د منکيپاکس یوازې یو ناروغ میندل شوی


په کانګو جمهوریت کې د اېم پاکس یو مشکوک مریض د روغتون پر کټ ناست دی - پخوانی انځور.
په کانګو جمهوریت کې د اېم پاکس یو مشکوک مریض د روغتون پر کټ ناست دی - پخوانی انځور.

د صحت په برخه کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار ډاکټر مختار ملک وايي په هېواد کې د منکي پاکس يوازينی ناروغ په خيرپښتونخوا کې مخې ته راغلی دی.

ډاکټر مختار ملک د اګست پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې پر ياده ناروغۍ د وزيراعظم په مشرۍ کې مهمه غونډه شوې ده.

ډاکټر مختار خبري غونډې ته وويل چې د منکي پاکس ناورغان دې له نورو ځان جلا کړي. نوموړی وايي چې وزيراعظم يې په اېرپورټونو او پولو د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره له شوو اقداماتو ، د دې ناروغۍ د علاماتو د اثر کمولو لپاره له دويانو او له ټېسټ لېبارټريانو خبر کړ.

نوموړي زياته کړه چې دا وخت په ټوله نړۍ کې نږدې يو لک کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د روغتیايي خدماتو مشر سلیم خان رسنیو ته ویلي وو چې د اګست پر ۱۶مه په دوو کسانو او تر دې یوه ورځ مخکې په یو کس کې د بیزو تڼاکو یا دانو (منکيپاکس یا اېم پاکس) ناروغۍ وایرس موندلی دی.

نوموړي زیاته کړې وه چې درېواړه کسان یې قرنطین کړي دي او د څلورم مشکوک ناروغ د دانو نمونې یې د تشخیص لپاره په اسلام اباد کې د روغتیا ملي مرکز (نیشنل انسټېټیوټ اف هېلت یا اېن ای اېچ) ته لېږدولې دي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت دا هم ویلي وو چې درېواړه ناروغان په دې وروستیو کې له متحده عربي اماراتو څخه هېواد ته ستانه شوي ول.

اخوا د پاکستان د روغتیا وزارت یو ویاند د اګست پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په یو بل پاکستاني وګړي کې هم وایرس موندل شوی دی خو د وایرس بڼې د تعین لپاره معاینه روانه ده.

د منکيپاکس په نوم ناروغي څنګه خپرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اګست پر ۱۴مه په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د اېم پاکس وایرس د پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې پر نړیوال کچ د "عامې روغتیا" لپاره "د اندېښنې وړ او بیړنۍ" موضوع وبلله.

د سازمان چارواکو د اګست پر ۱۵مه په سویډن کې هم د وایرس نوې بڼه تایید کړه او و یې ویل چې ښايي سرچینه یې افریقا وي.

د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې د اوسنۍ وبا له پیل راهیسې په کانګو جمهوریت کې ټول ۲۷،۰۰۰ کسان په وایرس اخته شوي او تر ۱،۱۰۰ زیات کسان، چې لوی شمېر یې ماشومان دي، یې وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ووبپاڼه لیکل شوي چې د اېم پاکس په وایرس اخته ناروغانو پر وجود ټناکو ته ورته دانې پیدا کېږي، تبه لري، سر، د عضلاتو او ملا درد لري، ستوماني محسوسوي او د لېمفاټېک نظام، چې د ناروغیو پر وړاندې د مدافعت دنده ترسره کوي، غوټې یې پړسېږي.

سازمان وايي چې د اېم پاکس وایرس له یو کسه بل ته خپرېدای شي نو ځکه ناروغان باید ګوښه کړل شي.

XS
SM
MD
LG