د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم کمر نړېدو په ځای کې د ژغورنې عملیات پر درېیمه ورځ دوام لري


د رېسکیو ۱۱۲۲ ضلعي چارواکي د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د پېښې له ځایه یې پینځه جسدونه ایستلي دي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ ضلعي چارواکي د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د پېښې له ځایه یې پینځه جسدونه ایستلي دي.

د خیبر ضلعې د تورخم په غره کې د کمر نړېدو تر پېښې وروسته د ژغورنې او مرستو عملیات پر درېیمه ورځ هم روان دي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ضلعي چارواکي اشفاق خان د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي دي چې تر اوسه یې پینځه لاندې شوي مړي ایستلي دي.

د چارواکو په خبره، د اپرېل پر ۱۸مه پیشلمي مهال د کمر نړېدو په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او اته ژوبل دي.

د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، تر لویو ډبرو او خاورو لاندې یې د جسدونو ایستلو لپاره کرېنونه او نور مشینونه په کار اچولي دي. "د بې درکه کسانو لټون مو روان کړی دی، سېنسرې (برقي الات) مو ګرځولي او هر ځای چې د جسد نشاندهي کېږي هلته د رېسکیو ۱۱۲۲ [کارکوونکي] کیندل شروع کوي."

د پېښې ښکار شوي زیاتره کسان افغان ډرېوران او د هغوی مرستیالان دي. پاکستانیو چارواکو د هغو کسانو د کورنیو غړو ته بې له پاسپورټ او ویزې تورخم ته اوښتو اجازه ورکړې ده.

د ننګرهار یو اوسېدونکي عبدالرحمان د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د تورخم په پېښه کې یې زوی، وراره، یو خپلوان او یو ملګری تر خاورو او ډبرو لاندې دي. "چې د چا زوی تر دومره لویو ډبرو لاندې پروت وي نو بې شکه سړي ته ډېر زور ورکوي. چې څوک یې غم وویني بیا یې احساسولای شي چې دا څومره سخته خبره ده. په کار ده چې حکومت [مړي] ژرترژره راوباسي."

د ننګرهار یو بل اوسېدونکي عنایت خان وویل چې حکومت باید هلته د مشینونو شمېر زیات کړي چې مړي ژرترژره وایستل شي.

تورخم کې تر کمر نړېدو وروسته د ژغورنې چارې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:57 0:00

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي او نګران اعلاوزیر محمد اعظم خان هم تورخم ته ورغلي او هلته یې د ژغورنې او مرستندویه چارو جاج واخیست.

د اپرېل پر ۱۹مه چې د صوبې دواړه چارواکي هلته ورغلل نو ځايي خلکو احتجاج وکړ او ورڅخه یې د نورو کرېنونو او مشینونو غوښتنه وکړه.

دوی داراز د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه او د ښکار شویو کسانو کورنیو ته یې د تاوان ورکولو غوښتنه وکړه.

ګورنر او لنډمهالي اعلاوزیر چارواکو ته ژر د چارو ترسره کولو لارښوونه کړې ده.

په خیبر ضلع کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې مشر ملک اشفاق د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې داسې ښکاري چې تر ۱۲ پورې ګاډي ښايي تر خاورو لاندې وي خو اصلي شمېر یې لا معلوم نه دی.

د خیبر د لواړګي سیمې انتظامي مشر ارشاد مومند د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې کمر پر دې داسې مهال ونړېد چې پر سړک افغانستان ته د اوښتو په انتظار لارۍ او نور ګاډي په قطار کې ولاړ ول.

د تورخم انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په تورخم کې له اوږدې مودې راهیسې د رسد او تعیمراتي کارونو قامي ادارې (نیشنل لاجسټک سېل یا اېن اېل سي) له خوا د یو نوي ټرمینل د جوړولو کار روان دی.

په تورخم کې سوداګرو او ټرانسپورټرانو مشال راډیو ته وویل چې د اېن اېل سي کارکوونکو د سړک پراخولو لپاره د بارودي موادو چاودنې کړې وې او د غره د تراشلو عمل روان وو چې تر هغې وروسته کمر ونړېد.

یو افغان ټرانسپورټر محمد نور احمد زي وویل چې په کار وه چې چارواکو د تعمیراتي چارو پر وخت احتیاطي تدابیر اخیستي وای او پر هغه سړک یې ګاډو ته د درېدو اجازه نه وای ورکړې.

دی داراز زیاتوي چې د پاکستان د امدنۍ یا ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) د ګمرک چارواکي او تر تورخم هغې خوا ته چارواکي هم ملامته دي چې پر وخت د مال وړونکو ګاډو اسناد نه خلاصوي چې له کبله یې هلته لارۍ تر ورځو، ورځو ولاړې وي.

اېن اېل سي لا د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند هغه پېښه د یو "قدرتي افت" په نوم یادوي او زیاتوي، "په تېره میاشت کې زلزلې شوي او باران هم شوي دي، بل دا چې دلته تعمیراتي کارونه روان دي او د سړکونو پراخولو لپاره د بارودو چاودنې هم شوې دي نو دا ټول د پېښې وجوهات کېدای شي."

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ تر ټولو مهم ځای دی چې هره ورځ ورباندې زرګونه کسان سفر کوي.

XS
SM
MD
LG