د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم کمر نړېدو په ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي


د ژغورنې په عملیاتو کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې کارکوونکو تر څنګ ځايي وګړي او ډرېوران هم برخه اخلي - د اپرېل ۱۸مې انځور.
د ژغورنې په عملیاتو کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې کارکوونکو تر څنګ ځايي وګړي او ډرېوران هم برخه اخلي - د اپرېل ۱۸مې انځور.

د خیبر ضلعې په تورخم کې د غره د کمر نړېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر شپږو ته رسېدلی او د ژغورنې چارې روانې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي دي چې تر اوسه یې د درو مړو پېژندګلوي کړې ده او هغوی افغانان دي.

د ادارې په وینا، د اپرېل ۱۸مې پیشلمي مهال په شوې پېښه کې اته تنه ژوبل شوي هم دي.

د رېسکیو ۱۱۲۲ صوبايي ویاند بلال فیضي د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي مشال راډیو ته وویل، له یوشمېر ضلعو څخه ژغورونکي د پېښې ځای ته ورغلي دي چې تر کمره لاندې شوي ګاډي وباسي. "تر ۳۰ پورې ګاډي لګیا دي او تر ۱۱۰ پورې کسان بوخت دي، په دې عملیاتو کې برخه اخلي."

د ژغورنې په عملیاتو کې د سیمې ځايي اوسېدونکي او ډرېوران هم برخه اخلي.

د فیضي په خبره، ټول کارکوونکي په احتیاط عملیات کوي چې تر خاورو او لویو کاڼو لاندې ښخ کسان وژغورولای شي.

دی زیاتوي چې یوشمېر کسانو ورته ویلي دي چې شاوخوا ۲۵ ګاډي کمر لاندېکړي دي خو تر خاورې او کاڼو لاندې د ګاډو کره شمېر لا هم معلوم نه دی.

تر نوموړي مخکې په خیبر ضلع کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې مشر ملک اشفاق د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې تر ۱۲ پورې ګاډي ښايي تر خاورو لاندې وي.

د خیبر د لواړګي سیمې انتظامي مشر ارشاد مومند د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې کمر پر دې داسې مهال ونړېد چې پر سړک افغانستان ته د اوښتو په انتظار لارۍ او نور ګاډي په قطار کې ولاړ ول.

د تورخم انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په تورخم کې له اوږدې مودې راهیسې د رسد او تعیمراتي کارونو قامي ادارې (نیشنل لاجسټک سېل یا اېن اېل سي) له خوا د یو نوي ټرمینل د جوړولو کار روان دی.

په تورخم کې سوداګرو او ټرانسپورټرانو مشال راډیو ته وویل چې د اېن اېل سي کارکوونکو د سړک پراخولو لپاره د بارودي موادو چاودنې کړې وې او د غره د تراشلو عمل روان وو چې تر هغې وروسته کمر ونړېد.

یو افغان ټرانسپورټر محمد نور احمد زي وویل چې په کار وه چې چارواکو د تعمیراتي چارو پر وخت احتیاطي تدابیر اخیستي وای او پر هغه سړک یې ګاډو ته د درېدو اجازه نه وای ورکړې.

دی داراز زیاتوي چې د پاکستان د امدنۍ یا ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) د ګمرک چارواکي او تر تورخم هغې خوا ته چارواکي هم ملامته دي چې پر وخت د مال وړونکو ګاډو اسناد نه خلاصوي چې له کبله یې هلته لارۍ تر ورځو، ورځو ولاړې وي.

اېن اېل سي لا د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ تر ټولو مهم ځای دی چې هره ورځ ورباندې زرګونه کسان سفر کوي.

XS
SM
MD
LG