د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ کې پر مساپر وړونکي ګاډي په برید کې ۲ تنه وژل شوي، ۳ ژوبل دي


پولیس وايي حمله د کواټ په محمدزیو کې شوې ده.
پولیس وايي حمله د کواټ په محمدزیو کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې وسلوالو کورمې ته پر تلونکي یو مساپر وړونکي ګاډي برید کړی دی چې پکې د ډرېور په ګډون دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

د ضلعي پولیسو ویاند فضل نعیم د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د جون پر ۲۰مه غرمه مهال د کواټ په محمدزیو کې شوې ده شوې ده.

د محمدزیو سیمه د کواټ او هنګو ترمینځ پر سړک پرته ده او کورمې ته تلونکي زیاتره ګاډي له هغې سیمې تېرېږي.

نعیم وايي، وسلوالو پر مساپر وړونکي های اېس (فلاینګ کوچ) ګاډي ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

نوموړي په بیان کې زیاته کړې چې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د بریدګرو لټون یې پیل کړی دی.

د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په بیان کې ویلي دی چې ژوبل کسان او د وژل شویو جسدونه یې د کواټ ضلعي روغتون ته لېږدولي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر ګاډي چا او ولې حمله کړې، خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

البته تر دې مخکې هم په کورمه کې او هغې ضلعې ته پر ورتلونکو مساپر وړونکو ګاډو بریدونه شوي دي چې پرضد یې د سیمې اوسېدونکو احتجاجونه هم کړي دي.

د کورمې د سدې اوسېدونکو د اپرېل پر اتمه پر یو ګاډي تر برید یوه ورځ وروسته مظاهره کړې وه او له حکومته یې د ککړو کسانو د ګرفتارولو او د لارو د امنیت غوښتنه کړې وه.

د اپرېل پر اوومه وسلوالو په پاړه چينار کې له سدې څخه پر ورغلي يوه ګاډي په ډزو کې دوه مساپر وژلي او څلور نور يې ژوبل کړي ول.

په کورمه کې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې پر مساپر وړونکو ګاډو په بریدونو کې شاوخوا ۳۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو دا ډول بریدونه اکثر فرقه ییزه بڼه لري او د سیمې سني او شیعه مشرانو یې په بیا بیا له حکومته د مخنیوي او د بریدګرو د نیولو غوښتنې کړې دي.

چارواکي وايي چې پر ګاډو د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي او د دې لپاره سرتېري د سیمې پر سړکونو ګزمې هم کوي.

په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا مشر یا چیف سېکرټر ندیم اسلم چودري ویلي ول چې حکومت د امنیت په برخه کې خپل مسوولیت پوره کوي.

نوموړي د جون پر ۱۱مه په پاړه چینار کې د ځايي مشرانو غونډې ته وویل چې سیمې ته "ځینې خلک ورداخل" شوي دي، خو په وینا یې چې کله ولس متحد شي او د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي نو د امن خرابولو هره هڅه ناکامولې شي.

د خیبر پښتونخوا هغه لوړپوړي بیوروکراټ دا و نه ویل چې کورمې ته څوک یا د کومې ډلې غړي ورغلي دي او په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

خو چودري زیاته کړه چې په سیمه کې له روانو حالاتو خبر دی او که څوک د امن خرابولو هڅه وکړي نو پر ضد به یې اقدامات کوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG