د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سپريم کورټ د نوي چيف جسټس يا مشر قاضي په توګه د جسټس يحيا اپرېدي د ټاکلو منظوري ورکړې ده.
تر دې وړاندې، د پاکستان د ایین د ۲۶م ترمیم له مخې د پارلېمان ځانګړې کمېټۍ په غوڅ اکثریت، چې ۶۶ سلنه یا له درو څخه دوه برخې غړي کېږي، د اپرېدي نوم تایید کړی وو.
د کمېټۍ غونډه د اکتوبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د پارلېمان په ودانۍ کې وشوه او د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ يې وروسته په یوه خبري غونډه کې د پرېکړې اعلان وکړ.
د پارلېمان ځانګړې کمېټۍ ۱۲ غړي لري چې د حکومت ترڅنګ د حکومت مخالفه ګوندونو غړي هم پکې شامل دي خو د پاکستان تحریک انصاف او سني اتحاد شورا (کونسل) غړو د کمېټۍ په غونډه کې ګډون و نه کړ.
د پاکستان سپريم کورټ اوسنی مشر قاضي جسټس قاضي فایز عیسا د اکتوبر پر ۲۵مه تقاعدېږي.
له ۲۶م اییني ترمیم وړاندې به د چيف جسټس تر تقاعد وروسته په هغه پسې بل مشر قاضي پر هغه منصب ټاکل کېده. جسټس یحیا اپرېدی د سپريم کورټ د مشرانو قاضيانو په قطار کې پر درېيم نمبر دی، خو ځانګړې پارلېماني کمېټۍ د خپل واک په کارولو سره نوموړی د هېواد د مشر قاضي په توګه ونوماوه.
د ولسمشر اصف علي زرداري تر منظورۍ وروسته د پاکستان د قانون وزارت د يحيا اپرېدي د ټاکلو اعلاميه خپره کړه چې پکې ويل شوي دي چې هغه به د اکتوبر پر ۲۶مه د پاکستان د ۳۰م مشر قاضي په حیث د خپلې درې کلنې دندې لوړه وکړي.
د پاکستان سېنېټ د اکتوبر پر ۲۰مه او قامي اسمبلۍ پر ۲۱مه په ایین کې ۲۶م ترمیم منظور کړ چې وروسته د ولسمشر زرداري په لاسلیک د ایین برخه شو. په هغه ترمیم کې د اییني جرګګیو جوړول، د هېواد د مشر قاضي ټاکل، د هغه د دندې مودې مشخصول او د سپریم کورټ د قاضیانو د ټاکل شامل دي.
جسټس يحيا اپرېدی څوک دی؟
جسټس يحيا اپرېدی د ۱۹۶۵ز کال د جنورۍ پر ۲۳مه په ډېره اسماعیل خان کې زېږېدلی دی. هغه د وکالت لوړې زدکړې د برېتانيې په کېمبرج پوهنتون کې کړې دي.
نوموړي په ۱۹۹۰ز کال کې د پېښور های کورټ د وکيل او په ۲۰۰۴ز کال کې د پاکستان سپريم کورټ د وکيل په حيث کار پيل کړ.
اپرېدي په ۲۰۱۰ز کال کې د پېښور های کورټ د اېډيشنل جج په توګه لوړه وکړه او د ۲۰۱۲ز کال د مارچ پر ۱۵مه د دایمي قاضي په توګه وټاکل شو.
نوموړي د ۲۰۱۶ز کال د ډېسېمبر پر ۳۰مه د پېښور های کورټ د چيف جسټس يا مشر قاضي په توګه کار پيل کړ.
جسټس يحيا اپرېدی د ۲۰۱۸ز کال د جون پر ۲۸مه د پاکستان سپريم کورټ يا ستر عدالت قاضي وټاکل شو.