امیر مقام: د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو تګلاره نه بدلېږي

افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو ګاډي د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو یا سېفران وزیر امیر مقام ویلي دي چې حکومت د بې اسناده افغان کډوالو ایستلو ته ژمن دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۹مه، په کراچۍ کې له کډوالو سره د لیدو پر مهال په وینا کې وویل چې په دې اړه د اسلام اباد تګلاره نه بدلېږي. "اوس هم زموږ د حکومت دا پالیسي ده چې دلته کوم کډوال په ناقانونه توګه اوسي، باید خپل هېواد ته ولاړ شي. موږ د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پر مخ وړو."

د قبایلي او سرحدي چارو وفاقي وزیر امیر مقام دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې سیند اسمبلۍ د روانې میاشت په پیل کې له وفاقي حکومته وغوښتل چې په هغه صوبه کې مېشت بې اسناده کډوال دې خپلو هېوادونو ته ولېږدوي.

تر دې مخکې، د کورنیو چارو وزیر مرکزي محسن نقوي د اګست پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو له یو پلاوي سره د لیدو پر مهال ویلي ول چې حکومت به ژر د بې اسناده افغانانو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د ایستلو عمل پیل کړ چې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو په ګډون یوشمېر سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر اقدام نیوکې وکړې او دا کار یې د بشري حقونو خلاف وباله. خو اسلام اباد وايي چې د بې اسناده بهرنیانو ایستل د هېواد د ملي امنیت په ګټه دی.

دا هم وګورئ:

کراچۍ کې افغان کډوال د شړلو حکومتي پرېکړې اندېښمن کړيډانلډ بلوم له اسحاق ډار سره د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر "خوندیتوب" غږېدلی دید پاکستان حکومت وايي د بې اسناده افغان کډوالو ستنولو بله مرحله به ژر پيل کړيملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله ایزه ایستنه نیوکې کړې دي

د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په هېواد کې یې نيږدې ۱۴ لکه ناراجسټر افغانان اوسېږي. بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) پر خپلې ووبپاڼې ليکلي چې په پاکستان کې ۱۳ نيم لکه ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي چې ۵۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې دي.

يو اېن اېچ سي ار زیاته کړې چې په پاکستان کې ۷۰ فېصده راجسټر افغانان په ښارونو کې خو پاتې یې په ۵۴ رسمي کېمپونو کې اوسېږي چې په کليوالو سیمو کې دي.

د پاکستان حکومت په جون میاشت کې اعلان وکړ چې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې غځوي. ملګرو ملتونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی وو.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستاني چارواکو په وينا، نيږدې شپږ لکه افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، پاکستان ته ورغلي دي.

یو اېن اېچ سي ار وایي چې نېږدې ۷۰ سلنه افغان کډوال په ښارونو او پاتې ۳۰ سلنه د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې په ۵۴ کېمپونه کې اوسېږي.

د پاکستان لنډمهالې حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د هغه کال د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د سرکاري راډیو تر مخه، د ۲۰۲۴ز کال د اګست تر څلورمې ۶۷۵،۱۹۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.