منظور پشتين د خیبر پښتونخوا وزیراعلی، علي امین ګنډه پور سره کتلي دي

منظور پشتين - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیریسټر سیف ویلي دي چې اعلا وزیر علي امین ګنډه پور د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له مشر منظور پښتین سره کتلي دي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۳۰مه په خپله اېکسپاڼه لیکلي دي چې هغه لیدنه د سېپټېمبر د ۲۹ او ۳۰ مې په منځنۍ شپه په وزیراعلا هاوس کې شوې او دواړو مشرانو د امنیت او د سیمې په حالاتو خبرې کړي دي.

بیریسټر سیف لیکلي دي چې منظور پشتین اعلا وزیر د اکتوبر په ۱۱مه له جرګې څخه خبر کړ. دا راز اعلا وزیر له پشتین سره د صوبې په امنیت، د خلکو د ژوند او مال ساتنې او د حکومت لخوا د ترسره شویو کارونو او د صوبې سره په "نابرابره چلند" خبرې وکړې.

غورځنګ په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي خو منظور پښتین ته نېږدې یو تن چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته هغه لیدنه تاید کړه. نوموړي په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې پي ټي اېم ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۱مه، په خیبر کې لویه غونډه کوي، چې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم یادېږي.

دا هم وګورئ: منظور پښتین د پښتون قامي عدالت په نامه جرګې لپاره د ځای پرانیسته وکړه

غورځنګ وايي هغه جرګه به درې ورځې دوام وکړي چې پکې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک ستونزو د هواري په اړه ګډه پرېکړه وکړي.

پښتین د هغې غونډې اعلان د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې کړی وو.

د جرګې تر اعلان وروسته پښتین له یوشمېر سیاسي مشرانو سره وکتل د پښتنو بېلا بېلو ضلعو ته ولاړ او د سیمې مشرانو ته یې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه.

پښتین په دې لړ کې له جمعیت علمای اسلام (ف)، تحریک انصاف، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او نورو ګوندونو له مشرانو او سیاستوالو سره کتلي دي خو دا لومړی ځل دی چې نوموړي په دې لړ کې له کوم حکومتي چارواکي سره وکتل.

منظور پښتین د سېپټېمبر پر ۲۹مه، د خیبر په جمرود کې د اکتوبر ۱۱مې د جرګې لپاره د میدان پرانیسته وکړه او د جرګې لپاره یې په ریګي للمه کې یو میدان انتخاب کړ.

د پرانیستې پر موقع ملک نصیر کوکيخېل، د جماعت اسلامي یو مخکښ خان ولي اپریدی، سیاسي فعال عمران اپریدی او یو شمېر نور مشران او ځوانان هم ول.

د پي ټي اېم د خیبر مخکښ افتاب شینواي وویل چې دا په سلګونه جریبه ځمکه ده چې پراخ میدانونه لري. د ده په خبره، د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه به هلته له بېلا بېلو سیمو څخه پښتانه ورشي او خپل کېپمونه به ولګوي.

غورځنګ وایي په میدان کې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ پښتنو لپاره کیمپونه جوړوي چې په لومړۍ او دویمه ورځ به د سیمې مشران په خپلو کې مشورې کوي او په دریمه ورځ به د ستونزو د حل په اړه خپله ګډه پرېکړه اعلان کړي.