د سوات احتجاج کوونکي: امنيتي ادارې دې د وسله والو په فعاليت سترګې نه پټوي

د سوات په مټه کې احتجاج

د خیبر پښتونخوا د سوات په مټه کې په لسګونو خلکو پر پولیسو وروستي بریدونه غندلي او د يوې مظاهرې له لارې یې هوډ ښودلی چې په خپله سیمه کې به د بې امنۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه، په مټه کې د ځينو سیاسي ګوندونو غړي او ځايي خلک سړکونو ته راووتل او د هغې پولیسو تاڼې مخې ته یې احتجاج وکړ چې د سيپتمبر پر ۳۰مه یې وسله والو يو پولیس سرتېری زخمي کړی وو. احتجاج کوونکو د پولیسو په ملاتړ شعارونه ورکړل.

د مظاهرې ګډونوالو هغه سپين بیرغونه له ځان سره لېږدول چې امن پرې ليکلی شوو وو. په دې مهال يو ځايي مشر عمران خان چي په سوات خان هم مشهور دی، وويل وخت راغلی چې خلک د ناامنۍ خپروونکو په وړاندې ودرېږي. هغه زیاته کړه چې د پولیسو ملاتړ ځکه ضروري دی چې هغوی د ولس حفاظت کوي.

دا هم وګورئ: میا افتخار حسېن: له فيض حميد سره دې د پښتني سيمو ناامنه کولو حساب وشي

خو ځينو سیاستوالو د پاکستان پر پوځ نیوکې وکړي او هغوی یې تورن کړل چې د وسله والو پر موجوديت یې سترګې پټې کړې دي. د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر، ظاهر شاه د احتجاج ګډونوالو ته په وينا کې ادعا وکړه چې د پاکستان استخباراتي‌ادارې ناامني خپروي. هغه زیاته کړه چې پوځ دې د سرحدونو ساتلو چارې مخته یوسي او د بېلابېلو ضلعو امن دې پولیسو ته پريږدي. د نوموړي په خبره ولس به له پولیس سره د امن په ساتلو کې پوره مرسته کوي.

ورته خبرې د جمعيت علماء اسلام ځايي مشر مولانا رحيم الله هم وکړي. هغه وويل چې پوځ د امن پر ځای حالات خرابول غواړي تر څو پوځي عملياتو ته لار جوړه کړي. خو نوموړي خبرداری ورکړ چې د سوات ولس بیداره دی او د پوځي عملياتو ملاتړ نه کوي.

د پاکستان پوځ همېشه ويلي چې د وسله والو ترمنځ‌توپير نه کوي او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده. پوځ همداراز ويلي چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې یې هدفي پوځي عمليات پيل کړي او کوښښ کوي چې د وسله والو د فعاليت مخه ونیسي.

خو پر دې سربیره هم په ځينو سيمو کې خلک پوځ ته د شک په سترګه ګوري. د سيپتمبر په میاشت کې په بنو کې ځايي خلکو او پولیسو پرلت وهلی وو او له پوځ څخه یې د سیمې د خالي کولو غوښتنه کړې وه. هغو مظاهره چيانو پر پوځ تور پورې کړی وو چې ځيني وسله وال ساتي.

خو د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سیپتمبر پر ۲۸مه په نيویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وينا په وخت وويل چې پوځ یې د ترهګرۍ په وړاندې سخته جګړه په صادقانه ډول پر مخ بیايي. نوموړي تر دې مخکې ويلي وو چې د عزم استحکام په نوم اعلان شوي پوځي عمليات د پخوا په څير نه دي او هېڅوک به نه بې کوره کوي.

خو پر دې سربیره هم د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو ځایونو کې د پوځي عملياتو پر ضد احتجاجونه دوام لري. د سوات په احتجاجي مظاهره کې شريک، محمد شیر خان پر ګډونوالو غږ وکړ چې د ناامنۍ په خللاف يو موټی پاتې شي. هغه چې وسله والو یې د کور څو کسان وژلي، په خپله وينا کې وويل د ناامنۍ جوړوونکو سره د مرسته کوونکو خلکو دې سوشل بايکاټ‌ وشي.