په تهران کې د اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ ادا شوی دی

د اګست پر لومړۍ نېټه د هنیه جنازې ته ګڼ خلک ورغلي ول.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ شوی دی.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګې فردا راډیو خبر ورکړی دی چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د اګست پر لومړۍ نېټه د هنیه د جنازې لمانځه امامت وکړ او د هغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان یې څنګ ته ولاړ وو.

د ۶۲ کلن هنیه جنازې ته د ایران ګڼ لوړپوړي چارواکي او زرګونه خلک ورغلي ول او ټول مراسم پر دولتي ټېلېوېژن ژوندي خپاره شول.

نوموړی په قطر کې مېشت وو او مړی یې په دوحه کې خاورو ته سپارل کېږي.

اسماعیل هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي خو اسراییلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو د هنیه یو انځور چې پر تندي یې ټاپه لګېدلی وه او ورسره لیکل شوي ول چې "له منځه تللی،" د اسراییلي حکومت د مطبوعاتي دفتر پر فېسبوک پاڼه خپور شوی وو. البته هغه پوسټ لږ ساعت وروسته لیرې شو. په هغه لیکنه کې دا واضحه نه وه چې برید اسراییلو کړی خو دا یادونه پکې شوې وه چې د حماس چارواکی "په تهران کې په دقیق برید کې وژل شوی."

اسماعیل هنیه د حماس د سیاسي څانګې مشر وو - پخوانی انځور.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک ویلي د هغه برید تحقیقات کوي. ځواک ویلي چې هنیه د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ورغلی وو چې د جولای پر ۳۱مه په یوه حمله کې ووژل شو.

اخوا د ایران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي ویلي د اسماعیل هنیه د وژل کېدو غچ به اخلي.

د هغه دفتر د جولای پر ۳۱مه د خامنه یي له خولې ویلي، "هنيه زموږ مېلمه وو. د اسلامي جمهوريت د سرحدونو دننه تر شوې دې خفه کوونکې پېښې وروسته دا زموږ دنده ده چې غچ واخلو."

په عین حال کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلې لوړې تر مراسمو ۲۴ ساعته وروسته وویل چې ایران به تر حملې وروسته د "خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي" خو دا یې واضحه نه کړه چې څنګه.

د ایران ملاتړ لرونکې ډلې حماس هم پر خپل رسمي ټېلېګرام ویلي دي چې د هنیه وژل به "بې‌ ځوابه پاتې نه‌ شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په منځني ختیځ کې پر ټولو خواوو غږ کړی دی چې له هغو اقداماتو دې ډډه وکړي چې په سیمه کې ترینګلتیا زیاتولای شي.

نوموړي د اګست پر لومړۍ نېټه د منګولیا په پلازمېنه اولانباتار کې خبریالانو ته وویل چې سوله د اوربند له لارې کېدای شي او سولې ته "د رسېدو لپاره باید ټولې خواوې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي."

دا هم وګورئ:

د حماس د سیاسي دفتر مشر،‌ اسماعیل هنیه په ایران کې ووژل شواسماعیل هنیه د وژنې ضد د پاکستان په ځینو ښارونو کې احتجاجونه شوي ديد اسماعیل هنیه وژل کېدو ته غبرګونونه او ممکنه اغیز یې

غبرګونونه

د پاکستان په ګډون یوشمېر هېوادونو د هنیه وژنه غندلې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۳۱مه د نوموړي وژنه یو "غیر ذمه وارانه کار" وباله او زیاته یې کړه چې اسلام اباد "ماورای عدالت وژنې غندي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په يوه خبرپاڼه کې له فلسطینيانو سره غمرازي کړي او د هنيه وژنه یې غندلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د جولای پر ۳۱مه خبرداری ورکړ چې په منځني ختیځ کې ترینګلتیا باید زیاته نه شي.

د قطر حکومت په‌ يوه خبرپاڼه کې د هنیه وژنې يو "کرغېړن جرم" بللی او دا کار یې د نړیوالو قوانينو سرغړونه ګڼلې.

اخوا روسیې ويلي چې "دا د نه منلو وړ، سیاسي وژنه ده" او ترکیې ویلي دي چې دا کار به "په غزه کې د اسراييلو او حماس ترمینځ جګړه نوره وغځوي."

د فلسطین خبری اژانس، وفا، د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس له خولې ويلي چې د هنيه وژنه غندي او دا یې په اوسني وضعیت کې "يو خطرناکه پرمختګ" بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې حماس په اپرېل کې ويلي ول چې اسراييلو په غزه کې په بمبارۍ کې د اسماعیل هنيه درې زامن وژلي دي. هنيه تر دغو وژنو وروسته په يو بیان کې ویلي ول چې مبارزه یې "پر افرادو نه بلکې پر هوډ ولاړه ده". اسراييلو رسماً د هنیه د زامنو د وژل کېدو په اړه څه نه ول ویلي.

د غزې جګړه

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې یې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې پراخه پوځي عملياتو ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۹،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال تر ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

اسراييل د دې جګړې په مهال د حماس پوځي مشران په نخښه کړي دي. یو اسراییلي چارواکي د جولای پر ۲۳مه تاييد کړه چې د غزې پر جنوبي ښار خان يونس یې په حمله کې د هغې ډلې پوځي برخې مشر محمد ضیف په بمبارۍ کې وواژه.

اسماعيل هنیه په تهران کې د جولای پر ۳۰مه د ایران له "ستر مذهبي مشر" ایت‌ الله علي خامنه‌ یي او نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره د هغه د لوړې د مراسمو په درشل کې په تهران کې لیدلي ول. پزشکیان په‌ دې لیدنه کې هغه ته ویلي ول چې تر دې وروسته به له حماس سره د ایران ملاتړ لا زیات شي.