حکومت وايي د اکتوبر له ۲۹مې د راجګل کډوالو ستنېدو بهیر پیلوي

څه باندې یوه لسیزه مخکې د خیبر له تیرا په سلګونو کورنۍ بې کوره شوې وې - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې چارواکو ویلي دي چې د اکتوبر له ۲۹مې څخه د تیرا راجګل ته د بې کوره شویو کډوالو د ستنولو بهیر پیلوي.

د ضلعې انتظامي مشر یا مرستیال کمېشنر ثنا الله خان د اکتوبر پر ۲۶مه په بیان کې وویل چې په لومړۍ مرحله کې د تورڅپر (تورچپر هم بلل کېږي) کلي له ۲،۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدوي.

د راجګل د کډوالو کمېټې مشر ملک نصیر کوکیخېل مشال راډیو ته وویل چې حکومت له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستو ژمنه هم کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د راجګل کډوالو تر شاوخوا ۷۵ ورځې په خیبر کې احتجاجي پرلت وهلی وو چې د اکتوبر پر ۱۵مه یې له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته ختم کړ.

هغه مهال چارواکو ویلي ول چې د راجګل د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ د اکتوبر له ۱۷مې پیلیږي او په دې اړه به مهالویش هم اعلان شي، خو دا کار وځنډېد.

چارواکي وايي چې د کډوالو ستنېدو دویم پړاو به په راتلونکي ۲۰۲۵ز کال په مې میاشت کې پیل شي.

دا هم وګورئ:

د راجګل کډوالو احتجاج ختم کړ؛ د بې کوره شويو د ستنېدو بهیر پيلېږيد راجګل کډوالو کمېټۍ وایي د اکتوبر پر ۱۴مه به پر خپل سر خپلو کورونو ته ستنېدل پیلويد راجګل کډوال وايي د پاکستان جوړېدو ورځ د "تورې ورځې" په توګه لمانځي

له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم هلته د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړې دي. په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

پرلتوالو ويلي چې له بې کورۍ ستړي شوي دی او حکومت دې اجازه ورکړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو په خیبر کې د مېشتو امنیتي ځواکونو چارواکو په یوشمېر جرګو کې ځایي مشرانو ته ویلي چې تر هغه وخته چې ټولې سیمې له وسلوالو څخه پاکې نه شي، کډوالو ته د ستنېدو اجازه نه شي ورکولی.

په تورخم کې ګمرکي چارو یو کارکوونکي (کسټمز کلېیرنګ اېجنټ) او سوداګر مجیب شینواري مشال راډيو ته ويلي چې د راجګل د بې کوره شویو د احتجاج له امله اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان واوښت.