د راجګل کډوالو په جمرود کې متبادله لاره هم د احتجاج په ډول تړلې ده

د تیرا کډوالو په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د امنيت او خپلو سیمو ته ستنېدو لپاره مظاهرې کړې دي - انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې د تیرا راجګل کډوالو له پرون راهيسې په جمرود بېګیاړي کې د وړو ګاډو متبادله لاره هم د احتجاج په توګه تړلې ده.

د لنډي کوتل (لوارګي) ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې په دې اقدام سره د هغوی ورځنی ژوند زيات اغېزمن شوی او له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرلتوالو له تېرو شاوخوا ۲۲ ورځو راهيسې د پېښور او تورخم ترمينځ د خيبر لويه لاره د مال وړونکو ګاډو پرمخ تړلې ده چې ورسره د افغانستان او پاکستان ترمينځ دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی دی.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې سوداګرو مشال راډیو ته ویلي ول چې مال لېږدوونکي ګاډي د خیبر درې عمومي سړک پر ځای د شلمان له لارې تګ راتګ ته مجبور شوي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت، د خيبر پښتونخوا سوداګرو، د مال لېږدولي ګاډو ډرېورانو او د کسټم کلېرنګ اېجنټانو اتحاديې د پاکستان له حکومته غوښتي چې هغه لاره خلاصه کړي او ستونزه هواره کړي.

دا هم وګورئ: سوداګر: د راجګل کډوالو پرلت له امله د افغانستان او پاکستان تجارت اغېزمن شوی

بل خوا د تیرا راجګل کمېټۍ مشران وايي، تر هغو چې حکومت ورته خپلو کلیو ته د ستنېدو اجازه نه وي ورکړې، لاره نه خلاصوي.

په ۲۰۱۳ز کال کې په راجګل کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو کورونو کې دېره شوې وې.

د کډوالو کمېټۍ وايي چې حکومت په ۲۰۲۲ز او ۲۰۲۳ز کلونو کې تر احتجاجونو وروسته څه باندې ۶۰ سلنه کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړه خو سلګونه کورنۍ اوس هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

د تیرا راجګل کډوالو د کمېټۍ مشر برکت خان کوکيخېل مشال راډيو ته وویل، د سرکاري ادارو له مشرانو سره یې لیدلي خو مسله یې نه حلېږي. "ټولو چارواکو ته ورغلي یو خو تر اوسه څه حل نه دی راوتلی. هغه وخت یې موږ ته ویلي ول چې 'د وطن د دفاع په خاطر موږ دلته اپرېشنې کوو، تاسو راووځئ، علاقه موږ ته پرېږدئ فې الحال، تاسو به موږ ژر بحال کړو.' خو اوس په تمه ناست یو. اخر په پرلت کولو مجبور شو."

بل خوا د پاکستان پوځ وايي چې په خیبر پښتونخوا کې په ګڼو ځایونو کې د امنیت لپاره عملیات روان دي. په خیبر کې مېشت امنیتي ځواکونه وایي چې په راجګل کې اوس هم داسې ځایونه شته چې پکې وسلوال موجود دي او چې هلته امنیت بحال کړي نو بیا به کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

د خیبر یو انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې د کډوالو د کمېټۍ د مشرانو او امنیتي چارواکو ترمینځ د خبرو فضا برابروي او هڅه کوي چې ستونزه هواره شي او بې کوره خلک خپلو سیمو ته ستانه شي.