د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرانسپورټران وايي د راجګل کډوالو پرلت له ستونزو سره مخامخ کړي دي


افغانستان ته تلونکي زیاتره ګاډي د باب خیبر له لارې تېریږي ـ پخوانی انځور.
افغانستان ته تلونکي زیاتره ګاډي د باب خیبر له لارې تېریږي ـ پخوانی انځور.

د پېښور او تورخم ترمینځ د چلېدونکو ګاډو مالکان او سوداګر وايي، د تیرا راجګل کډوالو پرلت ورته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

د دوی په وینا، د پرلت له کبله نه یوازې د خوراکي توکیو په رسولو کې مشکلات دي بلکې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سبزیو او مېوو ټرکونه هم ایسار شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرا راجګل کډوالو له تېرو څو اونیو راهیسې په باب خیبر کې پرلت وهلی دی. دوی له حکومته خپلو سیمو ته د ستنولو اجازې او بیا بحالۍ غوښتنه کوي.

د پرلت له وجې په سیمه کې د ګاډو تګ راتګ اغیزمن شوی دی.

یو شمېر ټرک چلوونکو مشال راډیو ته ویلي چې له څو ورځو یې ګاډي ولاړ دي او اوس یې بار کړې مېوې او سبزۍ پر خرابېدو دي.

د جمرود د سوداګرو ټولنې یو مشر الیاس خان د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، دوی د پرلت ملاتړ کوي خو هغوی دې لار نه بندوي."پر دې لاره د لواړګي خلکو ته د اوړو، غوړیو، بورې، سبزیو او دوایانو په ګډون ټول خوراکي توکي راځي، موږ غوښتنه کوو چې دې شیانو ته لاره ورکړی، نور موږ د پرلت ملاتړ کوو او له حکومته غواړو چې د دې خلکو غوښتنې پوره کړي."

باب خیبر د خیبر پښتونخوا یو له مهمو تجارتي لارو څخه دی، چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. له دې لارې هره ورځ زرګونه ګاډي تیریږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د خوراکي توکو، مېوو، سبزیو، دوایانو، او نورو تجارتي توکو د انتقال اصلي لاره ده. د باب خیبر له لارې د تورخم بندر څخه افغانستان ته د سوداګرۍ یوه لویه برخه ترسره کېږي، چې د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري.

خو د پرلت مشران وایي چې تر څو پورې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې نو تر هغه پورې به په جمرود باب خیبر کې د احتجاج په ډول ناست وي. پرلتوالو د اګست پر ۱۴مه، د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله. د پرلت یو مشر ملک کوکیخېل مشال راډيو ته ويلي وو چې د دې پرېکړې وجه یې د حکومت لخوا د دوی غوښتنې نه منل دي.

په تیرا کې میشتو امنیتي ځواکونو ځينې افسرانو له قومي مشرانو سره په تیرو څو جرګو کې ویلي چې هلته اوس هم په ځينو ځایونو کې امنيتي ستونزې دي. د دوی په خبره چې کله ټوله سیمه له وسلوالو پاکه شي نو بیا کډوال ستنېدلی شي. د پېښور کمېشنر ریاض مسید او د خيبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثنا الله خان د اګست پر ۱۳مه په جمرود کې د کډوالو له کمېټۍ سره مذاکرات وکړل خو بې نتيجې پای ته ورسېدل.

له راجګاله په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو مېنو ته ستنې شوې.

XS
SM
MD
LG