د راجګل کډوالو احتجاج ختم کړ؛ د بې کوره شويو د ستنېدو بهیر پيلېږي

په جمرود کې د تیرا راجګل کډوالو احتجاج - انځور له ارشیفه

د خیبر د تيرا راجګل د احتجاجیانو کمېټۍ د خیبر پښتونخوا له اعلاوزیر سره تر مذاکراتو وروسته له تېرو شاوخوا ۷۵ ورځو راهيسې روان پرلت ختم کړی دی.

په قامي اسمبلۍ کې د خیبر استازي او د مذاکراتي ډلې غړي اقبال اپرېدي د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې له علي امين ګنډه پور سره یې په ملاقات کې د راجګل د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنولو فیصله وشوه. "د يوې قبیلې بېرته تګ به د اکتوبر له ۱۷مې پیل شي. د دوی به رجسټرېشن وشي او د نورو سيمو اوسېدونکو د ستنولو لپاره به د [اکتوبر پر ۲۲مه] د اړونده ادارو چارواکو غونډه کېږي چې پکې به اعلاوزیر هم وي. هم پر دې ورځ به نوټیفيکېشن (فرمان) وشي او د نورو سيمو د کډوالو د بېرته تګ [مهالوېش] به هم جاري شي."

د اعلاوزیر له دفتره په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د احتجاج مشر ملک نصیر کوکيخېل، اقبال اپرېدی او نور مشران له ګنډه پور سره ناست دي.

په مذاکراتو کې فیصله شوې چې په لومړۍ مرحله کې به د راجګل د تورڅپري (تورچپري هم بلل کېږي) سيمې کډوال ولېږدول شي.

له اعلاوزیر سره تر خبرو اترو وروسته د راجګل اوسېدونکو له سړکونو هغه ډبرې لیرې کړې چې لار یې ورباندې بنده کړې وه. په دې توګه تورخم ته تللی سړک پرانیستل شو. د لارې د تړل کېدو له امله د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت هم ځنډېدلی وو.

له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم هلته د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړې دي. په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

پرلتوالو ويلي چې له بې کورۍ ستړي شوي دی او حکومت دې اجازه ورکړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو په خیبر کې د مېشتو امنیتي ځواکونو چارواکو په یوشمېر جرګو کې ځایي مشرانو ته ویلي چې تر هغه وخته چې ټولې سیمې له وسلوالو څخه پاکې نه شي، کډوالو ته د ستنېدو اجازه نه شي ورکولی.

په تورخم کې ګمرکي چارو یو کارکوونکي (کسټمز کلېیرنګ اېجنټ) او سوداګر مجیب شینواري مشال راډيو ته ويلي چې د راجګل د بې کوره شویو د احتجاج له امله اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان اوښت. "نه یوازې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته د محصول په مد کې تاوان واوښت بلکې سوداګر یی هم له سخت زیان سره مخامخ کړل. د ورځې په حساب په تورخم دروازه خوا وشا ۲.۵ مېلیونه ډالره د ایکسپورټ (برامد) په مد کې او ۵۴۰ مېلیونه پاکستانۍ کلدارې (روپۍ) د امپورټ (وارداتو) په مد کې کاروبار نه دی شوی. موږ غوښتنه کوو چې په خیبر کې هر ډول احتجاج کېږي نو په کار ده چې د خیبر درې دا لاره دې نه تړي."