داعش ډله پاکستان او افغانستان ته څومره لوی خطر دی؟

داعش په باجوړ کې د جولای ۳۰مې نېټې د ځانمرګي برید ذمه واري ومنله چې پکې لسګونه کسان وژل شوي ول.

اسلامي دولت وسلواله ډله (داعش) په تېرو کلونو کې په خپل مرکز عراق او شام کې تر ډېره حده کمزوره شوې ده خو په افغانستان کې او پاکستان کې يې لا هم د بريدونو کولو توان له لاسه نه دی ورکړی او کله نا کله سر راپورته کوي.

په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې په باجوړ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر يوه سياسي غونډه د جولای ۳۰مې هغې برید ذمه واري ومنله چې پکې ۶۳ کسان ووژل او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شول.

هغې ډلې د هغه ځانمرګي بريد پر دويمه ورځ په پښتو ژبه یو وړوکی کتاب خپور کړ چې ۹۲ پاڼې لري او پکې یې پر جمعيت علمای اسلام نيوکې کړې دي. په کتاب کې ليکل شوي چې د باجوړ بريد د هغو ګوندونو او سازمانونو د "مايوسۍ او سزا" ورکولو لپاره د يو تاکتيک په توګه پلان شوی وو چې په "انتخاباتو کې برخه اخلي او جمهوريت لمانځي."

په پاکستان کې خبريال او څېړونکی ضياالرحمان وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې وروسته د داعش خراسان څانګې بيا سر راپورته کړی او ځان په هغه سيمه کې "يوازينۍ جهادي" ډله ګڼي. "تر باجوړ وړاندې داعش په ۲۰۱۸ز کال کې په مستونګ کې پر يوې انتخاباتي جلسې باندې ځانمرګې حمله کړې وه او تر ۱۳۰ زيات کسان يې وژلي ول. پر دې سربېره يې په پېښور ښار کې پر عيسويانو او سېکانو هم وړې حملې کړې دي. انتخابات نېږدي دي. داعش چې پر جمعيت حمله وکړه نو و يې ويل چې موږ به جمهوريت خوښي قوتونه په نښه کوو. نو د انتخاباتو په برخه کې د داعش خطر زيات سخت دی."

اسلامي دولت وسلواله ډله که يو خوا انتخابات او جمهوري بهیر د "خلافت" په اړه د خپلې نظریې خلاف عمل ګڼي، نو بل خوا يې د جمعيت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان او د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق په ګډون پر هغو مذهبي مشرانو او ديني عالمانو هم د بريد دړکه کړې چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي.

د باجوړ په برید کې لسګونه کسان ژوبل شول - د جولای ۳۱مې انځور.

هغې ډلې له ۲۰۱۹ز کال راهيسې په باجوړ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر ځايي مشرانو يوشمېر بريدونه کړي او هغوی یې وژلي دي چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان یې په ۲۰۲۳ز کې شمېر ۱۸ ياد کړی وو.

ضياالرحمان وايي، په باجوړ کې له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه بېله شوې يوه لويه ډله له اسلامي دولت سره يو ځای شوې چې پټ فعاليت کوي.

د نوموړي په وينا، د داعش غوندې نړيوالې وسلوالې ډلې په پاکستان کې ځمکنی کنټرول يا ښکاره حضور نه لري بلکې په وړو، وړو ډلو کې په پټه خپل کارونه ترسره کوي.

دا هم وګورئ:

پولیسو د جمرود پر جومات د ځانمرګي برید په تړاو د ۸ مشکوکو کسانو نیولو دعوه کړېباجوړ برید: "ابو ذر مو له جامو وپېژنده"

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر اختر حيات خان ګنډه پور وايي چې داعش په پېښور او باجوړ کې په بريدونو کولو خپل حضور ښوولی دی.

نوموړي د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې پولیسو په بېلا بېلو بريدونو کې د ککړتیا په تور د داعش ډلې يوشمېر مشکوک غړي نيولي او د نورو د نيولو لپاره يې عمليات روان دي. "[د خيبر پښتونخوا د پولیسو] د ترهګرۍ مخنيوي څانګه د ترهګرۍ په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد عمليات کوي. هغوی څه موده وړاندې په پېښور کې د مذهبي لږکيو په وژنو کې د ککړو کسانو بشپړه ډله نيولې وه. اوس موږ د باجوړ پر قضيه باندې کار کوو او مهم پرمختګ مو پکې کړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د سي ټي ډي یو لوړپوړي چارواکي سهېل خالد د اګست پر نهمه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې په باجوړ کې یې د ځانمرګي برید په تړاو یو مشکوک کس نیولی دی او ورڅخه تحقیقات کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ناوې یې کور کې انتظار کاوه خو د اعجاز احمد مړی یې وروړ

د اسلامي دولت خراسان ولايت څانګه

اسلامي دولت ډله په لومړي سر کې په ۲۰۰۶ز کال کې په عراق کې جوړه شوه. داعش په ۲۰۱۵ز کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د "خراسان ولايت" په نوم څانګه جوړه کړه چې پکې هغه وسلوال شامل شول چې له القاعدې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او افغان طالبانو يې لارې بېلې کړې وې.

حافظ سعيد خان اورکزی د دې څانګې مشر وټاکل شو خو څه باندې يو کال وروسته د ۲۰۱۶ز کال په جولای مياشت کې د افغانستان په ختيځ کې د امريکايي بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

د اسلامي دولت خراسان څانګې اوسنی مشر د شهاب المهاجر په نامه پېژندل کېږي چې اصلي نوم يې ثناالله غفاري دی. امريکا په ۲۰۲۲ز کال کې د نوموړي پر سر د ۱۰ ميليونه ډالرو جایزې اعلان کړی دی.

په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې حضور

د اسلامي دولت خراسان څانګې تر جوړېدو وروسته هغې وسلوالې ډلې د افغانستان په ختيزو او شمالي ولايتونو کې حضور درلود او په ننګرهار او کونړ کې يې قوي مرکزونه جوړ کړل او ګڼ بريدونه يې وکړل.

تر ۲۰۱۹ز کال وروسته داعش ډله يو خوا د امريکايي او د هغه وخت د افغان حکومتي ځواکونو په عملياتو او بل خوا د افغان طالبانو په بريدونو کې تر ډېره حده وځپل شول او يوشمېر يې تسليم شول.

خو پر افغانستان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اسلامي دولت خراسان څانګې وسلوالو بيا سر راپورته کړ او پر طالبانو او داراز پر ولسي وګړو يې د يوشمېر بريدونو مسوولیت منلی دی.

يادې وسلوالې ډلې د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر نهمه د افغانستان په بلخ ولايت کې د طالبانو د حکومت د والي مولوي محمد داوود مزمل د وژنې مسووليت ومانه.

تر دې پېښې وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي وويل چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډله نه‌ شته او وروستي بریدونه "له بهره واردو شویو" وسلوالو کړي دي.

دا هم وګورئ:

اسلام اباد وايي د طالبانو حکومت دې پاکستان کې د بریدونو پلانوونکو ضد اقدامات وکړيذبیح الله مجاهد وايي د افغانستان خاوره د پاکستان ضد استعمالېدو ته نه پرېږديد بدخشان چاودنه کې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض راپورونه ديمتقي وايي افغانستان کې "داعش نه‌ شته" او وروستي بریدونه "له بهره" ورغلیو وسلوالو کړيطالبانو په بلخ کې د داعش د ۶ غړو د وژلو ادعا کړېداعش په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته د برید مسوولیت منلی

متقي د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې له ملي ټېلېوېژن سره د مارچ پر ۱۸مه په خپره شوې مرکه کې ادعا وکړه چې هغه ډله په افغانستان کې ختمه شوې ده.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې د اسلامي دولت خراسان څانګې د ځپلو او د هغې ډلې د يوشمېر غړيو د نيولو ادعا هم کړې ده.

دا چې ايا په افغانستان کې د داعش اوسنۍ خاموشي د دې ډلې د ختمېدو په معنا ده؟ د افغان چارو شنونکی سميع يوسفزی وايي چې داعش وسلواله ډله په افغانستان کې د بشري قوت او د ځمکې د کنټرول له پلوه لوېدلې ده، خو د هغه په وينا له مينځه نه ده تللې. "د جهادي او وسلوالو ډلو خصوصيت او عادت داسې وي چې د څه وخت لپاره خاموشه شي، خو دا خاموشي يې په دې معنا نه وي چې هغوی له مينځه ولاړل، بلکې هغوی خپل ځان منظموي، د نورو بريدونو تابيا کوي، او په ټولنه کې هغه اشخاص چې د وخت له رژيمونو سره په ټکر کې وي، يا ورسره زياتی شوی وي، هغوی ځان ته جذبوي."

سميع يوسفزی وايي، د طالبانو حکومت تر دې دمه د داعش په ځپلو کې پياوړی ښکاري او د داعش يوشمېر نيول شويو غړو ته تبليغ هم کوي.

دی البته زیاتوي چې وسلوالې ډلې د نورو له خوا کارېدلای شي. "که په راتلونکې کې طالبانو ته له نورو خواوو امنيتي چیلېنجونه زياتېږي، ګډوډي رامينځ ته کېږي يا له ګاونډيانو سره اړيکې خرابېږي، نو بيا دغه جهادي ډلې همېشه د افغانستان د مرکزي حکومت خلاف د نيابتي ډلو په توګه يا د نورو هېوادونو د ګټو لپاره، چې يو نظام کمزوری کړي، استعمال شوي دي."

د امریکا ملاتړ لرونکې د سوریې جمهوري ځواکونو یو سرتېری د داعش بیرغ لیرې کوي - د ۲۰۱۷ز کال انځو.

د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې تاريخچه

اسلامي دولت وسلواله ډله په لومړي سر کې په ۲۰۰۶ز کې په عراق کې له القاعده ډلې څخه بېله شوه، چې هغه وخت يې نوم "په عراق کې اسلامي دولت" کښېښود.

اسامه بن لادن د شوروي اتحاد خلاف د افغان جنګ پر مهال په ۱۹۸۰مه لسيزه کې په پېښور کې القاعده ډله جوړه کړې وه، خو "په عراق کې القاعده" ډله، چې د مرکزي القاعدې يو ښاخ وو، ابومصعب الزرقاوي په ۲۰۰۴ز کال کې جوړه کړه.

د ۲۰۰۶ز کال د جون پر اوومه د امريکا په يو هوايي بريد کې د الزرقاوي تر وژل کېدو وروسته ابو ايوب المصري د هغې ډلې مشري پر غاړه واخيسته چې وروسته يې د همهغه کال د اکتوبر پر ۱۵مه "په عراق کې اسلامي دولت" نومې ډله اعلان کړه او مشر يې ابوعمر البغدادي وټاکه.

په ۲۰۱۰ز کال کې د امريکا او عراق په ګډو عملياتو کې د المصري او ابوعمر البغدادي تر وژنې وروسته ابوبکر البغدادي د هغې ډلې مشري پر غاړه واخيسته. نوموړي په ۲۰۱۳ز کال کې "په عراق کې اسلامي دولت" ډله په "دولت الاسلاميه في العراق والشام" واړوله چې لنډيز يې "داعش" دی او په پښتو کې "په عراق او شام کې اسلامي دولت" بلل کېږي.

دا هم وګورئ:

داعش له یوې وسلوالې ډلې سره نښتو کې د خپل مشر وژل کېدل تایید کړي ديشام کې په برید کې ۲۳ حکومتي سرتېري وژل شوي ديد امريکا پوځ په شام کې د داعش وسلوالې ډلې يو مشر وژلی ډونلډ ټرمپ د ابوبکر البغدادي وژنه تایید کړه

د ۲۰۱۴ز کال په لومړيو کې داعش د عراق او شام يوشمېر سيمې ونيولې او د عراق رقه ښار يې خپله پلازمېنه اعلان کړ. داعش د همهغه کال د جون پر ۲۹مه د "اسلامي خلافت اعلان" وکړ، خپل نوم يې يوازې "اسلامي دولت" ته واړاوه او ورسره سم يې خپل مشر ابوبکر البغدادي د مسلمانانو خليفه ياد کړ.

البغدادي د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر پر ۲۶مه د شام په ادلېب ښار کې د امريکايي ځواکونو د يوې چاپې پر مهال ووژل شو. اسلامي دولت وسلوالې ډلې د اکتوبر پر ۳۰مه د هغه وژنه تاييد کړه او ابراهيم الهاشمي القريشي يې خپل مشر ونوماوه.

القريشي چې کله د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې په ادلېب ولایت کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، نو هغې ډلې ابو الحسن الهاشمي القريشي خپل نوی مشر اعلان کړ.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۳۰مه په يو بیان کې وویل چې القریشي د "ازادې سوریې یا شام پوځ" په نوم یاغیانو د "اکتوبر په نیمايي کې د هغه هېواد په درعا ولایت" کې په عملیاتو کې وژلی دی.

اسلامي دولت وسلوالې ډلې هم د نومبر پر ۳۰مه په یوه بیان کې د خپل مشر وژنه تایید کړه او ابو الحسین الحسیني القریشي يې د خپلې ډلې د نوي مشر په توګه اعلان کړ.

د اسلامي دولت یا داعش وسلوالې ډلې یو ویاند د روان (۲۰۲۳ز) کال د اګست پر درېیمه پر ټېلېګرام په يو بيان کې وويل چې په سوریه (شام) کې له وسلوالې ډلې حیات تحریر الشام سره "په مستقیمو نښتو کې" يې مشر ابو الحسین الحسیني القریشي وژل شوی دی. ویاند اعلان وکړ چې اوس به ابو حفص الهاشمي القریشي د اسلامي دولت وسلوالې ډلې نوی مشر وي.