صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
عبدالرازق له څه باندې ۳۵ کلونو راهیسې د بلوچستان د سرانانو د افغان کډوالو په پنډغالي یا کیمپ کې اوسي او هلته د خښتو په بټۍ کې کار کوي. دی وايي، ځواني یې د بل په مزدورۍ کې تېره کړه او اوس په پاخه عمر کې هم له مجبورۍ خښتې وهي. موږ له عبدالرازق سره د هغه پر ژوند غږېدلي یو.
په چمن کې له تېرو څه باندې اته میاشتو راهیسې پرلت دوام لري او احتجاجیان وايي چې د جون پر ۱۳مه یې د خپلو نیول شویو ملګرو خوشې کولو لپاره د ښار د انتظامي مشر تر دفتره لاریون کول غوښتل خو چارواکو د قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړه چې ورسره سم د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو بندیز ولګېد.
د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره چيانو د جون پر اوومه د مظاهرې په مهال له حکومته وغوښتل چې د پرلت نيول شوي غړي زرترزره خوشې کړي او د پرلتوالو غوښتنې ومني.
د پرلتوالو په خبره، د پرلت کمېټۍ دغه مشران د جون پر څلورمه ماخوستن مهال د چمن ډېپټي کمېشنر راجه اطهر عباس خپل دفتر ته د خبرو لپاره ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل.
د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اتحاد د چمن پرلت په ملاتړ د مې پر ۲۱مه په ټول بلوچستان کې پیه جام هړتال کړی وو. په دې لړ کې له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلونکې ټولې وړې او لويې لارې د هر ډول ټرافيک لپاره تړلې وې.
د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو خلاف پرلتوالو له هغه وروسته د چمن او کوټې ترمينځ لويه لاره تړلې ده، چې د هغوی په وينا د پاکستان د سرحدي ځواکونو په دزو دوه پرلتوال ووژل شول او تر ۱۰ زيات ژوبل شول.
د بلوچستان د بېلا بېلو سيمو کروندګرو د بجلۍ يا برېښنا د نه شتوالي پرضد د مې له نهمې په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. کروندګر وايي پرلت به تر هغه وخته روان وي، ترڅو مرکزي حکومت د هغوی د بجلۍ د ستونزې د هواري لپاره عملي ګامونه نه وي پورته کړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مې پر شپږمه د تحريک تحفظ ايين پاکستان يا د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم د حکومته مخالفه شپږ ګونديزه ايتلاف او د بلوچستان سوداګرانو د چمن پرلت په ملاتړ او په بلوچستان کې د بدامنۍ پر ضد احتجاجي لاریون کړی دی.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د مې پر څلورمه او پینځمه په ارزانه بیه د کتابونو پلورلو نندارتون شوی دی. د سړک تر غاړې نندارتون ته د ښار ګڼ اوسېدونکي ورغلل او کتابونه یې واخیستل. ویډیويي رپورټ.
د مې لومړۍ نېټه چې په نړۍ کې د کارګرو د نړیوالې ورځې په توګه یادېږي، په پاکستان کې هم د مزدورانو د حقونو لپاره د کارکوونکیو ځینو ادارو او ټولنو لخوا لمانځل کېږي.
د بلوچستان سوداګرو د چمن پرلتوالو په ملاتړ د صوبې په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه کړي دي. دوی ویل چې د چمن پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي او د ډیورنډ پر کرښه دې د ویزې او پاسپورټ شرط ختم شي. سوداګرو ویل د هغه شرط له وجې په صوبه کې کاروبار اغیزمن شوی دی.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سرخاب افغان کډوالو پنډغالي کې د اپرېل پر ۲۰مه د کډوالو قامي مشرانو جرګه کړې چې پکې د جرګې مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې نور وخت دې ورکړي او که یې خپل هېواد ته استوي نو د بشري حقونو پر اساس دې ولېږدوي.
مولانا فضل الرحمان په ملک کې د فبرورۍ پر اتمه ترسره شوې عام ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او په ټول هیواد کې یې د عوامي اسمبلۍ په نوم د تحریک چلولو اعلان وکړ. نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام جلسې ته وینا وکړه.
د اپرېل پر ۱۳مه په پښین کې د ولسي غونډې پر مهال د حکومت مخالفه شپږ ګوندیزه اتحاد مشرانو ویلي چې د هرهغه چا پر ضد به درېږي چې د پاکستان د ایین یا اساسي قانون سرغړونه کوي او يا زیان ورته رسوي.
د پاکستان د کارګرانو ټولنې غړو او پلویانو په وروستیو کې د بلوچستان په پښتون مېشته هرنايي کې د سکرو په کان کې د چاودنې له وجې د مرګژوبلې پرضد مظاهره کړې ده او له چارواکو یې د مزدورانو د خوندیتوب باوري کولو غوښتنه کړې ده. د مارچ پر ۱۹مه په کان کې د ګیس له وجې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي ول.
د پښتونخوا زده کوونکو سازمان د کوټې په ګډون د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو سیمو کې د تعلیم په اړه د شعور پیدا کولو په موخه لاریونونه کړي دي. په لاریونونو کې ګڼو ماشومانو هم برخه لرله. د بلوچستان په یخو سیمو کې تعلیمي کال د مارچ له میاشتې پیلېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د خپل مشر او د ولسمشرۍ څوکۍ نوماند محمود خان اڅکزي پر کور او ځمکه د چاپو پرضد د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې دي. بل خوا د بلوچستان وکیلانو د احتجاج په توګه د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د هغې صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول.
د عوامي نیشنل ګوند، هزاره جمهوري ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند ګڼو غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد په پېښور او کوټه کې احتجاجونه کړي دي. انتخاباتي کمېشن وايي ټاکنیز بهیر بشپړ شفاف او منصفانه وو. ویډیويي رپورټ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، هزاره جمهوري ګوند او نیشنل ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد احتجاجي جلسه کړې ده. انتخاباتي کمېشن وايي چې ټولټاکنې رڼې او منصفانه وې. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند اتحاد په عامو انتخاباتو کې د ټګۍ پر ضد د کوټې په ګډون د بلوچستان په نورو برخو کې کاربندیز کړی دی.د بلوچستان لنډمهالی حکومت وايي، های کورټ د درغلیو د تورونو جاج اخیستو لپاره جرګګۍ جوړه کړې ده. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ