د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو ستونزو ته ځانګړې شوې ده. خبریالان وايي چې د پاکستان حکومت ورته د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر ۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه د وتلو امر کړی دی. دوی فیصله کړې ده چې د حکومتي اقدام پر ضد به د پاکستان په سپریم کورټ کې درخواست دايروي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۳۰۰ خبریالان پاکستان ته کډه شوي ول چې پکې نېږدې ۲۰۰ يې کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو ته تللي دي. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
چار شنبه ۲۶ فبروري ۲۰۲۵
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د خيبر پښتونخوا حکومت د هغې پرېکړې بېلا بېلو اړخونو څېړلو ته ځانګړی شوی چې له تحریک طالبان پاکستان سره يې د مذاکراتو لپاره افغانستان ته د يوې جرګې استولې په اړه کړې وه. د پاکستان وفاقي حکومت او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د صوبايي حکومت دا پرېکړه رد کړې ده. تر دې وړاندې په ۲۰۲۱ز کال کې د عمران خان په وزیراعظمۍ کې د پاکستان حکومت د افغان طالبانو په مینځګړيتوب له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره خبرې اترې کړې وې چې بې نتیجې پای ته رسېدلې وې. بشپړ بحث وګورئ.