د افغانستان لپاره د یونېسېف د خوړو د برخې مشرې مېلاني ګالوېن د مې پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې ۸۷۵،۰۰۰ افغان ماشومان سږ کال د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې دا یې ژوند هم ګواښلی شي.
د لوبو یو منتظم نصیب الله مشال راډيو ته وویل چې له دې سیالیو يې موخه د ځوانانو یووالی، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او ښوونې روزنې ته د ماشومانو او ځوانانو هڅول ول.
د اروپايي ټولنې بیان زیاتوي چې د وچکالۍ او سېلابونو په څېر د نورو طبیعي ناورینونو یا افتونو ګواښ کولای شي چې د افغانانو وضعیت لا خراب کړي.
په بیان کې وویل شوي چې دا پرېکړه [ښځې له کاره منع کول] د ملګرو ملتونو د منشور او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوېنشن په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني ده.
د پاکستان سرکاري راډیو نن پر خپلې وېبپاڼې لیکلي چې دا د خپل نوعیت پنځمه غونډه ده چې پکې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران او د طالبانو سرپرست خارجه وزیر د خپلو پلاوو په ملتیا په مذاکراتو کې برخه اخلي.
د هند د بهرنیو چارو زیر اېس جی شنکر هغې ناسته کې ویلی چې په افغانستان کې اوسنی وضیعت د هغوی پام دی. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ هڅه باید وشي
که څه هم معلومه نهده چې د متقي د سفر اېجنډا به څه وي، خو رویټرز لیکلي چې د سفر ټول لګښت پاکستان پر غاړه اخیستی دی. په تېره اپرېل میاشت کې ځینو پاکستاني رسنیو هم هغه هېواد ته د امیر خان متقي د ممکنه سفر خبرونه خپاره کړي ول.
دکراچۍ مرکزي او ملير زندانونو څخه پرون داپريل په ۲۹مه نور۵۶ افغان ګډوال خوشي کړل شوي او بيرته خپل هېواد افغانستان ته دچمن د لاري په بسونو کې لېږل شوي دي
ټاکل شوې ده د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب غونډه وشي. په غونډه کې د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
د ګڼو سرچینو ترمخه، د داعش قوماندان د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په جنوبي برخو کې د طالبانو او داعش وسله والې ډلې تر منځ په نښتو کې ووژل شو. واضحه نه ده چې د طالبانو او داعش ترمينځ دا نښته په کوم ځای او کوم وخت شوې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته