د کوټې د سېول روغتون ویاند ډاکټر وسيم بېګ مشال راډیو ته ويلي چې د کور د ګېس پايپ څخه ګېس خور شوی دی چې په نتیجه کې چاودنه شوې ده.
د سيوۍ د پوليسو مشر يوسف کريم بنګړ هم خبريالانو ته ويلي چې د پوليسو پر لارۍ چاودنه د کبړي پل سره نېزدې شوې ده.
په پاکستان کې د سکرو کانونو د اتحادیې له خوا پر دې پېښه خواشیني ښودل شوې او تور یې پورې کړی دی یې په کانونو کې د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب ګامونه نه دي پورته شوي.
د خبریالانو د اتحادیې مشر عرفان سعید مشال راډیو ته ويلي، په بلوچستان کې په لومړي ځل د يوه وژل شوي خبریال عدالتي مقدمه وروستي پړاو ته رسېدلې وه، خو پرېکړه د دوی د تمې برعکس وشوه.
د ده په خبره، په وژل شويو کې نور خان او سيد عبدالحنان د مسلم باغ او عبدالرحمن او عبدالحنان د خيبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي دي.
د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبي مري مشال راډیو ته وویل چې که ماهل بلوڅه په کوم غير قانوني کار کې ککړه وي نو پولیس دې یې له ثبوتونو سره عدالت ته وړاندې کړي.
په جنازه کې شریکو ټولو سیاستوالو د اکرم شاه خان پر سیاسي ژوند او مبارزه رڼا واچوله او هغه ته یې پر ورکړیو قربانیو عقیدت وړاندې کړ.
د درو کسانو په وژنه تورن سردار عبدالرحمان کېتراڼ تر نیول کېدو وړاندې مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی هغه تور په "کلکه" ردوي.
د صوبايي اسمبلۍ د کورنیو چارو سټینډنګ کمېټۍ مشر محمد نواز د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې دوی د بلوڅو ښځو لادرکه کول په کلکه غندي.
اکرم شاه لالا د ښوونځي د تعلیم پر مهال ملتپاله سیاست ته مخه کړې وه او په ۱۹۷۰ز کال کې چې ملتپاله سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزی (خان شهید) ښارګې ته ورغی نو هلته نوموړی په پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند کې شامل شو.
لېویز ځواک د فبرورۍ ۲۳مې په بیان ویلي دي چې په چاپو کې یې څوک نه دي نیولي ځکه چې تښتوونکي وار له مخه خبر شوي ول او له هغو ځایونو څخه تللي ول نو ځکه سرتېري له هېڅ مقاومت سره مخامخ نه شول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته