د لادرکه بلوڅانو د خوشې کولو د غوښتنې لپاره د هغه د ناستې پنځه زره ورځې پوره شوې. د ماما قدیر په خبره د ۲۰۰۹ز کال د اکتوبر پر۲۷مه یې هغه وخت دا احتجاجي کېمپ پېل کړ کله چې یې خپل زوی لادرکه شو.
مظاهرینو شکایت کاوه چې دوکانداران پر خپله خوراکي توکي او د ضرورت نور سامان خرڅوي
د بلوچستان پولیسو هم لا د تازه ګرفتاریو په اړه رسماً څه نه دي ویلي. حکومت ویلي چې د حق غوښتنې غورځنګ "اييني غوښتنې" مني خو نيول شويو کسانو قانون مات کړی نو ځکه به ورسره د قانون له مخې چلند کوي.
چارواکي دا ردوي او وایي چې پر ماهل بلوڅې یې تشدد نه دی کړی.
اخوا د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره مبارزه کوونکی سازمان (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) دعوه کوي چې پولیسو د ماهل بلوڅې ویډیويي بیان د "ټوپک تر سیوري لاندې" اخیستی دی. د فبرورۍ پر ۱۷مه د ماهل بلوڅې ګرفتارۍ په بلوچستان او کراچۍ کې پراخې مظاهرې پارولې وې.
مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه پولیسو د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پولیسو نوموړی د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې نیولی چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.
د ژوب تحصیلدار سهېل احمد وايي ځايي انتظامیه به د جمعې پر ورځ له مظاهرچیانو سره خبرې کوي او د حملې پلټنې پېل شوې دي
بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې راز، راز طبیعي زېرمې لري خو بلوچستان د پرمختګ او په ځانګړې توګه تعلیمي ډګر کې د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې صوبه ګڼل کېږي.
د جماعت اسلامې ګوند مشر سراج الحق احتجاج ته په خپله وینا کې وویل چې د مولانا هدایت الرحمان د خلاسون لپاره حکومت ته د یوې اونۍ وخت ورکوي.
له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه د بیلې شوې ډلې مرکزي مرستیال مشر رضا محمد رضا د مارچ په ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل، دوی د ملګرو ملتونو د دغه ګام هرکلی کوي او غوښتنه یې ده چې باید د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.
د هرنايي یوه انتظامي مشر مجید جوګېزي د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې درېواړه پېښې د مارچ پر نهمه شوې دي. دی وايي، په لومړۍ پېښه کې هغه ټریکټر د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو چې د سکرو کان ته یې اوبه وړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته