د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه شوې جرګې خپل پرېکړه لیک خپور کړی دی چې پکې په کورمه کې د "فرقو په نوم" د وژنو "سخته غندنه" شوې او ویلي یې دي چې د هغه تاوتریخوالي لامل د ریاست ناسمې تګلارې دي چې باید ورڅخه لاس واخلي او د ولس له غوښتنو او ګټو سره سمې پالیسۍ جوړې کړي.
اڅکزي د نومبر پر ۲۴مه د ژوب ډېوېژن پر کچ د دوه ورځنۍ جرګې پیلېدو پر مهال مشرانو ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو ټولې قبیلې به د خپلو مشرانو نومونه ورکوي چې مسلې هوارې کړي.
د بلوچستان حکومت دا اقدام تر هغه وروسته پورته کړی دی چې په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د ۱۰ کلن ماشوم، مصویر خان کاکړ د خوشې کولو لپاره احتجاجي پرلت روان دی.
دا احتجاج تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې د کالج مشر د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې په وروستیو کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمینځ د نښتو له وجې وضعیت ترینګلی دی نو ځکه د استادانو او زده کوونکو د خوندیتوب لپاره پوهنځی تړي.
د پاکستان د اورګاډو ادارې چارواکي وايي چې نن (د نومبر پر ۱۵مه) سهار له کوټې څخه جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډی د راولپېنډۍ له لارې د پېښور پر لور روان شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته