رضا محمد رضا وايي، دا یو حقيقت دی چې عثمان خان کاکړ خپلځان سياسي مبارزې ته سپارلی وو او خپل ټول ژوند يې د ګوند تنظیمي او سياسي کارونو ته ورکړی وو.
قریشي د جون پر ۱۹مه د افغانستان يوه شخصي ټېلېوېژن طلوع نیوز ته په مرکه کې وویل چې افغانان به خپله د خپل هېواد راتلونکې ټاکي او اسلام اباد به د هر ډول ټول شموله افغان حکومت ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د ۲۰۲۱ز کال له راپور سره سم په ۲۰۲۰ز کال کې له جنګ، تشدد، ځورونو او د بشري حقونو سرغړونو په نتيجه کې په نړۍ کې د کډوالو شمېر ۸۲ اعشاريه څلور مليونه ته لوړ شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د معلوماتي ټېکنالوژۍ اداره وايي، د پاکستان د مخابراتو او ټېلېفونونو چارو ادارې (پي ټي سي اېل) په مرسته یې په پېښور کې د انټرنېټ د پینځم نسل یا پینځه جي ټېکنالوژۍ بریالۍ ازموینه کړې ده. پامیر ساحل پر پینځه جي ټېکنالوژۍ د جرمني په کایزرزلاوترن تخنیکي پوهنتون کې له څېړونکي اصف حبیبي سره
نن په نړۍ کې د وچکالۍ د مخنيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د نړۍ د يوشمېر نورو هېوادونو په ګډون د پاکستان په ځينو سيمو کې هم له کلونو راهيسې وچکالي روانه ده چې د خلکو ژوند يې اغېزمن کړی او ان ځينې يې په هېواد کې دننه له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته په کډه کولو مجبور کړي دي. احمد شاه اعظمي په کوټه د کرهڼې ل
د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې له ۲۰۰۰ز کال راهيسې بلوڅ وسله والو ډلو د پاکستان پرضد کارروايانې پيل کړې دي او دوی له دې هېواده بلوچستان بېلول غواړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي. تر نوموړي وروسته ناټو هم د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ. په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال باز محمد عابد د سیاسي چارو له پوه مشتاق رحیم سره مرکه کړې.
د پاکستان په مرکزي او لویو رسنيو (Mainstream Media) لکه ټیليوېژن او لويو ورځپاڼو کې یې په اړه راپورونه نشته.
'اقبال خټک وايي، چې له تېرې څه مودې راهیسې په ملک کې پر خبریالانو د تشدد او د هغوی د غږ غلي کولو پېښې کېږي خو حکومت یې پروړاندې هېڅ ډول اقدامات نه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته