د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي. تر نوموړي وروسته ناټو هم د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ. په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال باز محمد عابد د سیاسي چارو له پوه مشتاق رحیم سره مرکه کړې.
د پاکستان په مرکزي او لویو رسنيو (Mainstream Media) لکه ټیليوېژن او لويو ورځپاڼو کې یې په اړه راپورونه نشته.
'اقبال خټک وايي، چې له تېرې څه مودې راهیسې په ملک کې پر خبریالانو د تشدد او د هغوی د غږ غلي کولو پېښې کېږي خو حکومت یې پروړاندې هېڅ ډول اقدامات نه کوي.
ګل مینې په ۱۲م جماعت کې سبق ویلو او پر یوې نجلۍ د غږ/ږغ له دوده نه وه خبره. دې دود ته د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې 'اړه' ویل کېږي.
له تېرو څو ورځو راهيسې په بېلا بېلو رسنيو کې د پاکستان لخوا امريکا ته د افغانستان د څارنې لپاره د پوځي اډې جوړولو موضوع توده ده.
د پاکستان وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۱۹مه په پېښور کې د خبري غونډې پر وخت د چا نوم ياد نه کړ خو ویې ويل چې له "مافیاګانو" سره د ملي جوړجاړي لنډمهاله قانون "نیشنل ريکنسيليېشن اورډېننس یا اېن ار او" نه خپروي.
د بګرام هوایي اډه له کابله شاوخوا ۶۴ کیلومتره شمال لوري ته پرته ده. د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې راغلي چې د بګرام هوایي اډه په شاوخوا ۳۰ میله مربع مسافت کې پرته ده
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته