د خيبرپښتونخوا حکومت وايي، د صوبې په سېلاب ځپلو سيمو کې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو رسولو لپاره خېمه هسپتالونه جوړوي.
د اقتصادي او سیمه يیزو چارو پوهان وايي، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په خړ لېسټ کې د پاکستان له شاملېدو سره نه يوازې د هغه هېواد اقتصاد زيانمن شوی بلکې د نړیوالو مالیاتي ادارو باور يې هم له لاسه ورکړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د پارليمان غړي علي وزیر په څلور واړو مقدمو کې ضمانتونه وشول. د نوموړي له قادر خان سره د مشال راډيو خبريال هارون باچا مرکه کړې او په سر کې يې ترې د سېپټمبر ۱۳مې عدالتي پرېکړې تفصيل غوښتی دی.
په پاکستان کې د وسې او بیا د پشکال بارانونو او سېلابونو په ګڼو ځایونو کې د مېوو باغونو، د سبزیو او فصلونو پټیو ته لوی زیانونه اړولي دي. موږ په پاکستان کې د مېوو او سبزیو د کارورباریانو ټولنې له یوه مشر مسعود احمد څخه د اوښتو زیانونو په اړه پوښتلي. بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.
۲۱ کاله وړاندې د القاعدې شبکې ۱۹ غړیو پر امریکا تر ټولو لوی خونړي بریدونه وکړل،بریدګرو په څو ساعته کې دننه د امریکا د اقتصاد یو لوی مرکز او د دفاع وزارت ودانۍ په نښه کړې، چې شاوخوا ۳،۰۰۰کسان پکې ووژل شول.
تېر کال په افغانستان کې د پخواني نظام ړنګېدو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمينځ د تجارت کچه کمه شوې وه. خو اوس د پاکستان افغانستان د سوداګرو
د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او هېڅوک دې یې پکې د ښکېلولو هڅې نه کوي.
د خيبرپښتونخوا حکومت وايي، تر سېلابونو وروسته د خپلې اولنۍ تخمينې په نتيجه کې يې د صوبې ۱۳ ضلعې افت زده ګرځولې دي.
د خيبر پښتونخوا د مالدارۍ محکمې مشر ډاکټر عالم زيب ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې سيلابونو ځانورو او څارويو ته هم سخت زيان رسولي دي. عالم زيب د سېپټمبر پر دوېمه مشال راډيو ته وويل چې ۶۵۰۰ غواګانې، ۳۰۰۰ میخې، ۷۵۰۰ ګډان او ۵۵۰۰ بيځې سيلابونو لاهو کړي دي.
د پاکستان تحريک انصاف د مشر او د پخواني وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدالت د توهين په يوه مقدمه کې د اسلام اباد های کورټ يوې پينځه کسيزه جرګګۍ د اګست ۳۱مې په اورېدنه کې نوموړي ته اووه ورځې مهلت ورکړ چې ورباندې د لګېدلي تور په اړه جمع کړي خپل ځواب ته بيا کتنه وکړي.
د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د اګست پر ۳۰مه مړ شو. پښتون سياستوال افراسياب خټک د افغانستان د پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د عوامي نېشنل ګوند د پخوانی مشر خان عبدالولي حان په ملتيا له ګورباچوف سره ليدلي ول.
ملګري ملتونه له تېرو پینځو کلونو راهیسې هر کال د اګست پر ۲۱مه د ترهګرۍ ځپلو په یاد کې او ورته د درناوي لپاره ورځ لمانځي. په پاکستان او په تېره په خیبر پښتونخوا کې ګڼ خلک ترهګرۍ ځپلي دي او یوشمېر کورنۍ وايي، لا هم د انصاف په تمه دي. نور په رپورټ کې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته