په داسي حال کې چې د پاکستان وفاقي حکومت د هغه هېواد په اساسي قانون کې د ۲۶م بدلون د منظورولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي خو تر اوسه نه دی توانېدلی چې اړين اکثريت ترلاسه کړي. په دې اړه رپورټ واورئ.
اسد اقبال بټ د سيپتمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې کمېشن په تېرو ۲۵ کلونو کې څو ځل حکومت ته سپارښتنې لېږلې چې د قانون سختولو او نورو لارو دې د پارېدلو خلکو لخوا مذهب ته په سپکاوي تورنو کسانو د وژنو مخنیوی وکړي خو داسې نه دي شوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، په خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په سوات، کوهستان او قبايلي ضلعو کې د ناموس په نامه وژنې زياتې شوې دي. د غير سرکاري ادارو له ارقامو سره سم د خيبر پښتونخوا په سوات کې په روان ۲۰۲۴ز کال کې له ۲۰ زياتې ښځې د ناموس په نامه وژل شوي دي.
محمود جان بابر وايي چې د پاکستان د نورو صوبو اعلاوزيران یوازې خپله صوبه چلوي خو د هغه په وينا، د خیبر پښتونخوا اعلاوزير علي امين ګنډه پور هم صوبه چلوي او هم په مرکزي سياست کې ګوتې وهي.
پاکستان او ايران، چې ګاونډي هېوادونه دي او ۹۰۰ کېلومیټره شريکه پوله لري، د ۱۹۹۰مې لسيزې په نیمايي کې د ګازو د نلليکې جوړولو په اړه خبرې پيل کړې. د دواړو هېوادونو چارواکو د ۲۰۰۹ز کال په جون کې د فرانسوي قانون له مخې، "د ګازو د پلور او پېر" ۲۵ کلن تړون لاسليک کړ.
د پنجاب په سرښار لاهور کې ميشت پښتانه وايي که څه هم په هغه ښار کې دوی له ډيرې مودې راهيسې ژوند کوي خو شناختي کارډ او پاسپورټ يې نه جوړيږي. په دې کې ځيني داسې هم دي چې له تېرو شلو کلونو راهيسې اوسېږي. هلته د پښتنو خير ښيګړې يو تنظيم هم موجود دی.
نن پر امریکا د سېپټېمبر ۱۱مې د حملو ۲۳ کاله پوره شول. په هغو بریدونو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان وژل شوي ول.
د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو اوسېدونکي وايي چې هلته د وسلوالو طالبانو فعالیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې یوازې په اګست کې په پاکستان کې ۵۹ حملې شوې وې
د جرمني د باوېریا ایالت د کورنیو چارو وزارت له ټولنیزو شبکو څخه هغه ویډیو لیرې کړې ده چې د اسلامي سختدریځۍ پرضد یې د مبارزې په موخه خپره کړې وه. دا تر هغې وروسته ده چې وزارت د هغې ویډیو تر خپرولو وروسته د توکمپالنې، له
په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د اور لګېدو پېښې زیاتې شوې دي چې پکې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. چارواکي وايي، په دې لړ کې د پوهاوي اړتیا ده چې خلک په اغېزناکه ډول د اور لګېدو پېښو مخنیوی وکړي. خو د اور لګېدو پېښې ولې کېږي او خلک یې مخه څنګه نیولای شي؟ د دې پوښتنو ځواب په رپورټ کې.
د کابل د نړیوال هوايي ډګر له ایبې دروازې سره نېږدې تر خونړي ځانمرګي برید درې کاله وروسته لا هم په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنې شته. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه په هغه برید کې شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي ول. نور معلومات په ځانګړي رپورټ کې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته