په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د اور لګېدو پېښې زیاتې شوې دي چې پکې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. چارواکي وايي، په دې لړ کې د پوهاوي اړتیا ده چې خلک په اغېزناکه ډول د اور لګېدو پېښو مخنیوی وکړي. خو د اور لګېدو پېښې ولې کېږي او خلک یې مخه څنګه نیولای شي؟ د دې پوښتنو ځواب په رپورټ کې.
د کابل د نړیوال هوايي ډګر له ایبې دروازې سره نېږدې تر خونړي ځانمرګي برید درې کاله وروسته لا هم په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنې شته. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه په هغه برید کې شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي ول. نور معلومات په ځانګړي رپورټ کې.
پاکستان د سیمې له هغو هېوادونو یو دی چې پکې په تېرو کلونو کې پرلیکه (انلاین) کاروبار وده کړې. خو انلاین کاروباریان وايي چې د انټرنېټ ورو کېدو ورته ډېر زیان رسولی دی او کاروباري چارې یې تر ۸۰ سلنه پورې اغېزمنې شوې دي.
داعش پر طالبانو تور پورې کوي چې د "جهاد" لاره یې پرېښې ده او د مرستې او په هېواد کې د پانګونې لپاره یې د هغو بهرنیو هېوادونو مخې ته سر ټیټ کړی دی چې په یو وخت کې یې پرضد جنګېدل.
د پېښور پولیس وايي چې سږ کال د اګست تر میاشتې پورې په هغه ښار کې پر ماشومانو د تشدد او د هغوی پر ضد جرمونه زیات شوي دي.
د هنګري پر وروستي اقدام نیوکه دا ده چې له دې سره په شېنګن سیمه کې امنیت خرابېدای شي او د روسیې د جاسوسۍ احتمال ډېرېدای شي ځکه چې کارډ لرونکي په نظري او عملي ډول کولای شي چې په اروپايي هېوادونو کې ازاد تګ راتګ وکړي.
د پېښور اوسېدونکي وايي چې ګرمۍ، برېښنايي پارچاو یا لوډشیډنګ او د بجلۍ لوړو بېلونو زښت په تکلیف کړي دي. د اګست پر اوومه د ښار په مسکین اباد کې ښځو او سړیو د اوبو او برېښناي ادارې (واپډا) دفتر مخکې ته د لوډشیډنګ او لوړو بېلونو پرضد احتجاج وکړ.
په تېرو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پولې څو ځلې د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې دي او محدویتونه ورباندې زیات شوي دي. د دې له وجې د دواړو خواوو ترمینځ سوداګري خورا اغېزمنه شوې ده.
۶۲ کلن هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي خو اسراییلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. د نوموړي د جنازې لمونځ د اګست پر لومړۍ نېټه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په امامت کې وشو.
د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ز کال له فرورۍ راهېسي پر اېکس، چې پخوا ټويټر نومېده، محدودیتونه لګولي دي. دا له هغې وروسته ده چې د عامو انتخاباتو وروسته په ټولينزو رسنيو په انتخاباتو کې په مبیینه درغليوو او پوځي پالیسيوو نيوکې زیاتې شوې.
د بلوچستان پخوانی اعلاوزیر ډاکتر مالک بلوڅ وايي که بلوڅانو ته د سوله ییز احتجاج حق ورکړل شوای وای نو نه به د ریاست (دولت) نقصان کېده او نه د ولس.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته