د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر په توګه د علي امين ګنډه پور د رول جاج اخيستل شوی دی. ګنډه پور تر هغې وروسته په سياسي توګه زیات فعال شو چې تحریک انصاف د خپل زنداني رهبر عمران د خوشې کولو لپاره احتجاجي غونډې پیل کړې. نوموړي په هغو غونډو کې ګډون کړی او پکې يې داسې څرګندونې کړې چې په اړه يې پاکستانۍ رسنۍ تاوده بحثونه کوي. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۵ اکتوبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲ اکتوبر ۲۰۲۴
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي په نوم ماورای عدالتي وژنو ته په پام په هغه هېواد کې پر زیاتېدونکې سختدريځۍ او په ټولنه کې د کمېدونکې زغم پر لاملونو بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په سيند او کوټه کې دوه کسان د مذهب سپکاوي په تور ووژل شول چې تر دې وروسته بیا پر هغې موضوع بحثونه زیات شوي دي. خپرونه وګورئ.