د دې اوونۍ"د مشال تر رڼا لاندې" بحث د نومبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د اعلان شوي احتجاج پر وړاندې ننګونو او د ګوند داخلي اختلافاتو ته ځانګړی شوی دی. د پي ټي ای زنداني بنسټګر عمران خان د نومبر پر ۱۳مه اعلان کړی وو چې ګوند به يې د نومبر پر ۲۴مه د وفاقي حکومت د تګلارو په مخالفت او د خپلو زنداني غړو د خوشې کولو لپاره په اسلام اباد کې احتجاج کوي. بشپړ بحث وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۲ نومبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۰ نومبر ۲۰۲۴
د دې اونۍ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه مو په بلوچستان کې پر سکرو یا کویلې لېږدوونکو لاريو او کانکیندونکو د زیاتېدونکو حملو لاملونو او له دې امله رسېدلو مالي زیانونه ته ځانګړې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان د مال وړونکو لاريو اتحاديې د نومبر له ۱۱مې تر ۱۴مې پورې د سکرو له بارولو او لېږدولو څخه انکار کړی دی. په وروستيو کې وسلوالو ځینې ډرېوران وژلي او ټرکونه یې سوځولي دي. بشپړ بحث وګورئ.