د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

وبښئ، دلته ۱۰ نومبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.

چار شنبه ۶ نومبر ۲۰۲۴

د ډانلډ ټرمپ ولسمشر منتخبېدل به پر افغانستان او پاکستان څه اغېز وکړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:16 0:00

د اسوشيېټېډ پرېس اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن په ګډون ګڼو امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره د اېلېکټورل کالج اړینو ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو خپلې مخالفې نوماندې کاملا هیرېس ته ماتې ورکړې ده. د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې پر دې بحث شوی دی چې د ډانلډ ټرمپ د ولسمشر منتخبېدل به له پاکستان او افغانستان سره د واشنګټن پر اړيکو څه اغېز وکړي. دلته یادونه کوو چې دا بحث د ټرمپ د بریا تر اعلان مخکې ثبت شوی وو. بشپړ بحث وګورئ.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د وسلوالو فعالیتونه ولې زیات شوي دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:25 0:00

د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو په تېره بیا په ژوب، لورالايي (بوري)، شېراني او کلا سیف الله کې د وسلوالو څرګندېدل او هغوی ته د ولس د غبرګون بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي. د وسلوالو د فعالیت په اړه په دغو سيمو کې سياسي ګوندونو هړتالونه، مظاهرې او جرګې هم کړې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG