فیفا چې دفتر یې د سویس په زیورښ ښار کې دی نن چارشنبه یې ویلي چې د پاکستان فوټبال فدراسیون دفترونه او بانکي حسابونه یې د عدالت لخوا د ټاکل شوي مدیر په واک کې دي چې دا د نړیوالفوټبالد ادارې د قوانینو او خپلواکۍ پرضد ګام دی.
د سپېن وزیراعظم ماریانو راخوی د نیمه کورواکې سیمې کاتالونیا له مشره رسمي سپیناوی غوښتی چې خپلواکي یې اعلان کړې ده که څنګه؟
دغې کمېټې د "ختیځ مشارکت" په نوم د هېوادونو د مشرانو له هغې غونډې مخکې چې ټاکل شوې، د نومبر پر...
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په یوې تلویزونې مرکه کې ويلي چې اوس مهال به بيت المقدس ته د امريکا د سفارت خاني د وړلو ژمنه عملي نه کړي.
دا خبره نوموړي د اکتوبر د پینځمې پر شپې تر هغې وروسته کړې چې رسنیو وویل، هغه د ۲۰۱۵ز کال د مهم توافق تصدیقنامه ښايي ختمه کړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له پوځي مشرانو سره د لیدو پر وخت وویل، دوی ((باید ایران د اټومي وسلو تر لاسه کولو ته پرېنږدي.))
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران په وړاندې د خپل راتلونکې سياست په اړه وینا څو ورځې مخکې تر هغه کوي چې د اکتوبر ۱۵مه نېټه د امریکا د حکومت لپاره وروستۍ نېټه ده
د امریکا دفاع وزیر جېمز مېتس وايي ، امریکا به په افغانستان کې له فعالو وسله والو ډلو سره د اسلام اباد د مشکوکې مرستې پر سر د نورو ګامونو تر پورته کولو وړاندې د افغانستان په اړه له پاکستان سره د کار کولو یوه بله هڅه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن هغه ټاپو ته ځي چې په وروستیو کې د ماریا په نوم توپان سخت ځپلی دی...
په لاس ویګاس ښار کې پر یوه کنسرټ تر برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په چارشنبه به د پېښې ځای ته ځي.
د امريکا په لاس ویګاس ښار کې لږترلږه پنځوس کسان د یوه وسله وال په ډزو وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان دي. پولیس د لومړنیو څیړنو پربنسټ وایي چې بریدکوونکی له کومې وسله والې ډلې سره تړلی نه دی او په یوازې سر یې دا کار کړی.
د هسپانیې په کاتالونیا سیمه کې د ریفرینډم کونکیو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب په پېښو کې د سلګونو کسانو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار اداره وایي، د ایران انقلاب ساتونکی ځواک هغه افغان کډوال ماشومان چې په دغه هېواد کې ژوند کوي، په شام کې د جګړې لپاره استعمالوي.
نور وښیئ