د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران په وړاندې د خپل راتلونکې سياست په اړه وینا څو ورځې مخکې تر هغه کوي چې د اکتوبر ۱۵مه نېټه د امریکا د حکومت لپاره وروستۍ نېټه ده
د امریکا دفاع وزیر جېمز مېتس وايي ، امریکا به په افغانستان کې له فعالو وسله والو ډلو سره د اسلام اباد د مشکوکې مرستې پر سر د نورو ګامونو تر پورته کولو وړاندې د افغانستان په اړه له پاکستان سره د کار کولو یوه بله هڅه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن هغه ټاپو ته ځي چې په وروستیو کې د ماریا په نوم توپان سخت ځپلی دی...
په لاس ویګاس ښار کې پر یوه کنسرټ تر برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په چارشنبه به د پېښې ځای ته ځي.
د امريکا په لاس ویګاس ښار کې لږترلږه پنځوس کسان د یوه وسله وال په ډزو وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان دي. پولیس د لومړنیو څیړنو پربنسټ وایي چې بریدکوونکی له کومې وسله والې ډلې سره تړلی نه دی او په یوازې سر یې دا کار کړی.
د هسپانیې په کاتالونیا سیمه کې د ریفرینډم کونکیو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب په پېښو کې د سلګونو کسانو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار اداره وایي، د ایران انقلاب ساتونکی ځواک هغه افغان کډوال ماشومان چې په دغه هېواد کې ژوند کوي، په شام کې د جګړې لپاره استعمالوي.
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو په انقرې کې خبرې وکړې او موافقه یې کړې چې د شام د کورنۍ جګړې پای ته د رسولو لپاره به نېږدې همکاري کوي.
اسلامي دولت ډلې یا داعش هغه نوې اډیو خپره کړې ده چې وايي، د دې افراطي ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي آواز دی.
د افغانستان لپاره یې جان بېس او د روسیې لپاره جان هنټسمن د نویو سفیرانو په توګه تایید شوي دي
د عراق لوی درستیز عثمان الغانمي تېره ورځ د کردستان د خپلواکۍ د ټولپوښتنې د نتیجې تر اعلان...
د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکړي.
نور وښیئ