د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې سیالۍ به د سریلانکا هېواد په دوو بیلا بیلو لوبغالو کې د اګست پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.
دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، نور الله ترين او له هغه سره د غورځنګ نور غړي د جولای پر ۱۶ مه د کراچۍ د ګلزار هجري تاڼې پوليسو د يوې مسلې په اړه غوښتي ول او له هغه ځایه یې نیولي او نامعلوم ځای ته یې استولي ول.
نوموړی وايي چې بیجنګ د چین پاکستان اقتصادي لارې (سيپیک) د پروژو په لړ کې د توانایۍ، له اوبو د برېښنا پیدا کولو، سړکونو او ټرانسپورټي چارو په ګډون په بېلابېلو برخو کې له ۲۵ اربه (مېلیارده) ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولایي پر ۲۹مه په بیان کې ویلي چې د چین د ولسمشر شي جېنپینګ ځانګړی استازی او مرستيال وزیراعظم د جولایي له ۳۰مې د اګست تر لومړۍ نېټې د پاکستان سفر کوي.
د موسمياتو محکمي د وړاندوينې له مخې، په راتلونكو دوو ، درو ورځو کې په خېبر پښتونخوا، پنجاب، اسلام اباد او د پاکستان تر واک لاندې ګلګت بلتستان او کشمیر کې د باران امکان دی.
خالد خان بېټني د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې تېره میاشت وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.
ادارې د جولای پر ۲۷مه په بیان کې ویلي چې له عرب سمندرګي څخه نمجن بادونه هېواد ته داخلېږي چې د پاکستان په لوړو او مرکزي برخو کې به د باران لامل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جولای پر ۲۷مه د اوونیزې خبري غونډې پر مهال له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو د امکان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پر دې موضوع د پاکستان دریځ روښانه دی.
د پاکستان پوځي قانون د ۲۰۲۳ز کال ترمیمي مسوده د جولای پر ۲۷مه د دفاعي چارو وزیر خواجه محمد اصف سېنېټ ته وړاندې کړه.
اسحاق ډار د جولای پر ۲۷مه پر اېکس، چې مخکینی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې لیکلي دي چې هغه پور د چین د صادراتو (برامداتو) او وارداتو (درامداتو) بانک (اېکس اېم) ورکړی او ټاکل شوې وه چې پاکستان یې په ۲۰۲۴ز او ۲۰۲۵ز مالي کال کې پرې کړي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې بلاول بوټو زرداري د روسیې د بهرنیو چارو له وزير سېرګې لاوروف سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د غلو د برامد لپاره دې لارې چارې ولټول شي.
تارړ نن (د جولای پر ۲۶مه) د پارليمان د دواړو خونو ګډې غونډې ته په وېنا کې د نگران حکومت په اړه په بیل کې د تراميمو وضاحت هم ورکړ او وې ویل چې د نورو ګوندونو سره تر مشورو وروسته یې بیل کې ځینې بدلونونه وکړل او دا ټولو ته د منلو وړ دی.
نور وښیئ