د تلونکي وزیراعظم شهباز شريف دفتر او د اپوزېشن مشر راجا ریاض احمد اعلان کړی دی چې انوار الحق کاکړ به د ملک نګران وزیراعظم وي.
په پاکستان کې تر هغې وروسته د وفاقي لنډمهالي وزیراعظم غوره کولو لپاره هڅې روانې دي چې د هغه هېواد ولسمشر محمد عارف علوي د قامي اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک لاسلیک کړ.
د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د اګست پر ۱۲مه عدالتي فیصلو او امرونو ته د بیاکتنې قانون (ریویو اف ججمنټس اېنډ ارډرز ۲۰۲۳) په اړه په خپله فیصله کې ویلي دي چې دا ډول قانون هېڅ حیثیت نه لري او پارلېمان دا ډول قانون نه شي جوړولی.
د پاکستان له ایین سره سم، پخوانی وزیراعظم او په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو پخوانی مشر باید په درو ورځو کې د لنډمهالي وزیراعظم پر نوم سلا شي.
شریف وویل، د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته ورباندې پارلېمان باور وکړ او د ده په مشرۍ اېتلافي حکومت هڅه وکړه چې په "ډېرو سختو حالاتو" کې د ستونزو د هواري لارې ولټوي.
کمېشن وايي، له پرېکړې سره سم، عمران خان اوس په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی نه دی پاتې، په انتخاباتو کې د نوماند په توګه ګډون او د تحریک انصاف مشري نه شي کولای. خان د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې د کورمې ضمني انتخاب ګټلی وو.
جنرال عاصم منير د اګست پر اوومه په پېښور کې د پښتنو د قبايلي سيمو له مشرانو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې ده چې په افغانستان کې د وسلوالو خوندي ځایونه د ناامنۍ د پراخېدو سبب دي.
شریف د اګست پر شپږمه د پنجاب په قصور کې يوې جلسې ته وويل چې له دغه تاريخ وروسته به نګران حکومت چاري مخته وړي او انتخابات به وکړي.
قانوني مسوده د داخله چارو وزیر له اړخه د پاکستان قانون وزیر اعظم نذير تارړ وړاندې کړه
د سیند د سکر ډېوېژن د اورګاډو ادارې یو لوړپوړي چارواکي محمود الرحمان لاکو مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر شپږمه د هزاره اېکسپرېس په نوم د اورګاډي ۱۰ ډبې یا بوګۍ له پټلۍ واوښتې.
نور وښیئ