اوباما او پوتین د شام کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث وکړ او موافقه یې وکړه چې د دې کړکېچ حل د شام خلکو په مشرۍ سیاسي انتقال ته اړتیا لري.
پولیس وايي، د دې حملو په تړواو په بلجیم کې د زېږېدلي عبدالسلام صلاح په لټه کې دي. پولیس د دې تورن کس تصویر هم خپور کړی دی.
پېنټاګان وايي، د ((متحده عرب اماراتو حکومت مننه کوي چې د ګوانتانامو زندان تړلو په هڅو کې ورسره همکارۍ ته تیار دی.))
سعید اقبال هاشمي د پېښور اوسیدونکی اوس مهال د فرانسې په پاریس ښار کې ژوند کوي. پاریس دوه ورځې وړاندې د څو دردونکیو پېښه شاهد و . د ترهګرۍ بریدونو کې ۱۲۹ کسان مړه او درې نیم سوه نور ژوبل شول.
د پاکستاني سينيټ د اپوزيشن غړو تور پورې کړی چې د دې هيواد مرکزي حکومت د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي راهدرۍ په اړه له دوی څخه مالومات پټ ساتلي.
لکه څنګه چې مو واورېدل د فرانسې په سر ښار پاريس کې اسلامي دولت وسله والې ډلې تېره شپه په پرلپسې بريدونو کې ۱۲۷ کسان وژلي دي.
تاسو په تفصیل سره د پیرس د تېرې شپې بریدونو په اړه معلومات واورېدل چې پکې د رپورټونو سره سم ۱۲۷ کسان ووژل شو.
احمد شاه اعظمي لکه څنګه چې مو واورېدل د فرانسې په سر ښار پاريس کې اسلامي دولت وسله والې ډلې تېره شپه په پرلپسې بريدونو کې ۱۲۷ کسان وژلي دي. دا لومړی ځل دی چې داعش په اروپا کې دومره لوی بريد تر سره کوي. د دې بريد او د پاريس د حالاتو په اړه احمد شاه اعظمي هلته له مېشت افغان ډاکټر محمد اکبر وردګ سره خبرې کړي او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې بريدګرو فرانسه يا پاريس ولي خپل هدف وګرځوئ؟ ډاکټر وردګ په ځواب کې وايي.....
مليحه امير زاده تاسو په تفصیل سره د پیرس د تېرې شپې بریدونو په اړه معلومات واورېدل چې پکې د رپورټونو سره سم ۱۲۷ کسان ووژل شو. تر بریدونو پس د اروپا د امنیت په اړه یو شمېر پوښتنې راپورته کیږي. پر دې موضوع ملیحه امیرزاده په لندن کې له خبریال او د سياسي چارو له شنونکي داود اعظمي سره مرکه کړې ده او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې د پېرس د بریدونو تر شا څه عوامل کیدای شي؟
د فرانسې پولیس وایي چې د دې هيواد د سرښار پاريس د موسيقۍ په يوه تالار،ريسټورانت او د فټبال پر يوه لوی لوبغالي په بمي بریدونو او ځان وژونکو حملو کې تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي دي.
ورځپاڼه زياتوي، دا مظاهرې نه يوازې د وسله والو په مخنيوي کې حکومتي کمزورتيا ښيې بلکې د هزارګانو انديښنې او ناارامه حالت په ګوته کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته