د روانې میاشتې پر ۲۶مه په پاکستان او افغانستان کې په راغلې زلزله کې په سلګونه کسان وژل شوي او په زرګونه ژوبل دي.
ډېره اسماعیل خان: په جنوبي وزیرستان کې له وسله والو سره د یو نښتې پر مهال د پاکستان د ایف سي ځواک لږ تر لږه اووه عسکر وژل شوي دي. دا پېښه د سېشنبې په شپه د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په سیمه کې و ډيورنډ کرښې ته نژدې رامنځ ته شوې ده. د پاکستانیو چارواکو په وینا ، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه نښته شوې چې اوه عسکر پکې وژل شوي او دوه بې درکه شوي دي. د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د پاکستانیو ځواکونو پر یوه پوځي پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یې د سهار تر څلورو بجو نښته جاري وه. په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو د مجلس عسکري ډلې ویاند عبدالله وزیرستاني له نامالومه ځایه د ټلیفون له لارې مشال راډیو ته وویل چې دا برید دوی کړی دی او هغه تر یاده شوې د زیاتې مرګې ژوبلې ادعا وکړه. په دې اړه د سېلاب محسود رپوټ دلته واورئ
اسلام اباد: په پاکستان کې د قدرتي افتونو د انتظام ملکي اداره – نشنل ډزاسټر منېجمنټ – وايي چې د دوشنبې په ورځ راغلې زلزله کې تر ۱۴ زره زیات کسان ټپي شوي هم دي. د دې ادارې ویاندویاند احمد کمال د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې دې زلزلې تر ټولو ډېر زیان خېبر پښتونخوا ته رسولی دی. د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام اداره بیا وايي چې تر اوسه لږ تر لږه د ۱۷۴ کسانو د مړینې پخلی شوی دی. د دې ادارې یو چارواکي مروان خان مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه د تر لاسه شوو مالوماتو له مخې زلزلې په خیبر پښتونخوا کې ۱۴۵۶ کسان ټپي کړي دي. د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام ملکي ادارې پر ویب پاڼه ورکړل شوي مالومات ښي چې په قبایلي سیمو کې ۵۹ کسان مړه شوي او لږ تر لږه دېرش ژوبل شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي چې د دوشنبې دې زورورې زلزلې له سند او بلوچستانه پرته نور د ملک په ټولو برخو کې څه نه څه ځاني او مالي زیانونه رسولي دي. د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام ملکي ادارې چارواکي وايي چې د پوځ او مرستندویه ادارو په ملاتړ یې په اغېزمنو شویو سیمو کې کار پیل کړی دی. د زلزلې د پاکستان او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو تر څنګ په افغانستان کې هم د پام وړ ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان ، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو اکثرې سیمې یوې پیاوړې زلزلې ولړزولې.
په پاکستان او افغانستان کې راغلې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده. پر رېښتر پیمانې د دې زلزلې زور ۷،۵ وو نو د زلزلو زور څه مانا لري؟ له دې سره سره اوس د نورو وړو زلزلو د راتګ په صورت کې خلک څه ډول احتیاط کولای شي، دا او نورې پوښتنې مو په امریکا کې له ځمکپوه او څېړونکي ډاکتر عاصم یوسفزي سره څېړلې دي.
د خیبر پښتونخوا د پېښور په پوهنتون کې د طبیعي ناورینونو څانګې استاد ډاکتر امین نواز خان وايي، د اکتوبر د ۲۶مې تر زلزلې وروسته د وړو زلزلو راتګ وېره هم ده. له نوموړي سره پوره مرکه دلته واورئ.
په دې وروستيو کې د افغانستان د جلال اباد يو نوميالي انځورګر، عبدالرب حبيبيار د اتريش يا اسټريا په پلازمينه ويانا کې د خپلو هنري توکيو د نندارتونو له لارې هڅه وکړه چې نړيوالو ته د پښتنو سوله ييزه څېره ورښکاره کړي.
پراګ: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ويلي ، پاکستان نشي کولای چې پر یوه وخت طالبان هم ووژني او هم يې خبرو اترو ته حاظر کړي.
پراګ: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ويلي ، پاکستان نشي کولای چې پر یوه وخت طالبان هم ووژني او هم يې خبرو اترو ته حاظر کړي. وزيراعظم نواز شريف دا څرګندونې د جمعې په ورځ د امریکا د سفر پر مهال په واشنګټن کې د سولې په انسټيټويټ کې یو غونډې ته د وینا په ترڅ کې کړې دي. وزیراعظم نواز شریف زیاته کړې چې ده افغان ولسمشر اشرف غني ته ويلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په بحالولو کې مرسته کولو ته تيار دی. د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په خپله وينا کې د دې خبرو په اړه نور وضاحت ورنه کړو خو دا له هغه وروسته ده چې امریکا له پاکستانه وغوښت چې په هېواد دننه د طالبانو مرکزونه له منځه يوسي. تر دې يوه ورځ مخکې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او د امریکا ولسمشر بارک اوباما له يو بل سره تر لیدو وروسته له طالبانو غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره نيغ په نيغ خبرو ته کيني. د افغانستان او امریکا چارواکي باور لري چې که پاکستان غواړي نو په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولای شي. افغان ولسمشر اشرف غني په وار وار ویلي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې له څه باندې یوې لسیزې راهسې نا اعلان کړې جګړه جاري ساتلې ده. د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي چې د افغان ولسمشر اشرف غني له دې څرګندونو هدف دا دی چې ګواکې پاکستان د افغان حکومت پر وړاندې د جګړه کوونکو طالبانو تر شا ولاړ دی. خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې نه یوازې په خپله د ترهګرۍ ښکار دی بلکې ادعا کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلو ځلو ته هم ژمن دی. په دې اړه د ملالۍ بشیر رپوټ دلته واورئ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته