د امنيتي چارو يو افغان پوه علي محمد علي اژانس ته ويلي، حکمتيار وسله واله ډله نلرې او د ده زياتره پلويان د طالبانو او داعش په ګډون له نورو وسله والو ډلو سره ملګري شوي دي.
«موږ له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې باندې قانون سازي وکړي ځکه چې په سیند صوبه کې دا ډیره زیاته مسله ده هلته هندواڼۍ ښځې په زوره مذهب بدلولو ته اړ ړېستل کېږي»
د بلوچستان صوبايي وزير سرفراز بګټي له مشال راډيو سره په ځانګړي خبرو کې وويل چې حکومت د تل لپاره له ټولو بلوڅ وسلوالو ډلو سره مذاکراتو ته تيار دی.
په دې ملاقات کې پاکستان او چین ترمینځه د اقتصادي راهدارۍ مغربي لار ، فاټا کې اصلاحاتو او د قبایلي سیمو بې کوره شویو خلکو بیا بحالۍ په اړه خبرې اترې شوې دې.
منشي عبدالقیوم ، په خپلې خوږې مورنۍ ژبې پښتو ورک مین دی. له هیواده لرې ، خو د هیواد والو لرې نه دی. هملته په ورجینیا کې یې د یارانو دوستانو مجلسونه اباد ساتلي دي.
په دې وروستيو کې د پنجاب صوبې په جلهم کې د احمديانو يوې کارخانې ته اوور ورته کړل شو.
د اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزي او افتاب احمد خان شېرپاو په ګډون ځينې پښتانه سياستوال د افغانستان په درې ورځني سفر دي او وايي، له افغان مشرتابه سره به پر دوه اړخيزه تعلقاتو او امنيت په ګډون پر مختلفو چارو خبرې کوي. بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو دفتر دغه سفر د دواړو هېوادونو اړیکو ښه کولو په لړ کې
د پښتو سندرغاړی استاد احمد ګل وايي، د مياشتنۍ مرستې تر لاسه کولو لپاره يې له حکومت سره درخواست جمع کړی دی او په خبره يې خوښ دی چې حکومت د هنرمندانو ستونزو هوارولو ته پام وکړ.
په بنګله ديش کې د اسلامي سخت درېځو ډلو په تندروۍ کې زياتوالی راغلی او سږ کال دوه بهرنيان او څلور سېکولر ليکوالان او کتاب خپرونکي وژل شوي دي.
د ناروې چارواکي وايي، دوی غواړي چې دا کډوال روسیې ته ستانه کړي ځکه چې دوی د هغه ځاي اسناد لري او هلته په قرار ژوند تېرولی شي.
حکمت اعظمي وايي، کابل نه غواړي په پاکستان کې د ناستو طالبانو غوښتني و مني دا ځکه دوی فکر کوي دا طالبانو نه بلکه د اسلام اباد غوښتنې دي چې د طالبانو په مټ يې د ځان په ګټه استعمالوي.
د کرښې پر غاړه خپرونه کې په دې موضوع بحث کووچې په مالاکنډ سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو وروسته څنګه کېدای شي چې اوس دې هم په دغه سیمه کې ځنې وسله والې ډلې نه یوازې دا چې په پاکستان دننه تربیتي مرکزونه وچلوي بلکه افغانستان ته هم وسله وال ولېږي؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته