د کنفرانس په پای کې د جماعت اسلامي امیر سراج الحق مشال ریډیو ته وویل چې د دې ټول ګوندیز کنفرنس موخه له قبایلو سره پیوستون ښودل دی.
د اکتوبر د شپږویشتمې نیټې زلزلې د نورو سیمو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په کوهستان ضلع کې هم خلک ډیر زیات وزپل. د کوزه او بره کوهستان خلک چې کورونه یې زلزلې وران کړي وايي د خوراکي موادو ، درملو او ګرمو جامو او بسترو ته ضرورت لري. دوی له حکومته د مرستو غوښتنه کوي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث چې کوهستان ته تللی، له هغه ځایه یې څو انځورونه موږ ته را استولي دي.
په افغانستان کې د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په شمال کې د نا امنیو د تداوم په مقصد د سیمې استخبارات او د مخدره توکو قاچاق وړونکي د دولت له مخالفو وسله والو څخه مالي او نظامي ملاتړ ترسره کوي.
د پاکستان جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي چې د هغوی ګونډ قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا ګډولو ملاتړ کوي او په دې اړه یې د نومیر پر دویمه نیټه ټول ګوندیز غونډه رابللې ده. سراج الحق دا څرګندونې د مشال راډیو په اونیزه خپرونه د مشال مرکه کې کړې دي. کوربه خالد خان دی.
د مشال راډیو د ټوکو ټکالو اونیزه خپرونه چې په کوټه کې یې هنرمند امان الله ناصر له خپلو نورو همکارانو سره یو ځای جوړوي.
ه پاکستان کې څلویښت زره ښځې د سینې سرطان څخه مري او هرو نهه ښځو کې یوه یې د سینې کېنسر ناروغه وي چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دي.
په پاکستان کې د صحت محکمې چارواکي وايي، چې په ټولنه کې اوس هم داسې خلک شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکول غواړي.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې راغلې د اکتوبر د ۲۶ مې زلزلې د خيبرپښتونخوا په يو شمېر سيمو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي، په هغه صوبه کې له نويو جوړو شوي ځايي حکومتونو تمه کېدای شي چې په مرستندويه هلو ځلو کې زياته ونډه ولري.
د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه راغلې زلزلې که يو خوا د عامو خلکو کورونه ړنګ کړي او زيان یې ورته رسولی نو بل اړخ ته یې په خېبرپښتونخوا کې د ۸۰۰ زیاتې تعليمي ادارې هم زيانمنې کړې دي چې پکې شاو خوا ۱۰۰ سکولونه په مکمله توګه تباه شوي دي، دې سره سره د سوات پوهنتون پشمول يو شمېر داسې تعليمي ودانۍ هم شته چې په دېوالونو کې درزونه راغلي او خطرناک ګرځول شوي دي.
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف نن (چارشنبه) په پېښور ګورنر هاوس کې خبریالانو ته وویل چې صوبايي او مرکزي حکومت به په شریکه له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.
په پاکستان کې د راغلې زلزلې له امله د مړو شمېر لږ تر لږه دوه سوه پنځه پنځوس ته رسېدلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته