ډاکټر جميل پانېزی وايي چې کله له خان عبدالصمد خان سره ضلع زيارت ته روان وو نو ده لاوډ سپيکر بند کړ نو صمد خان اڅکزي ورته وويل اعلان جاري و ساته او د پښتونخوا پېغام د وطن کاڼو غرونو ته هم ورسوه.
د پښتون سياستوال خان عبدالصمد خان ۴۲ تلين د چارشنبې په ورځ د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې و لمانځل شو. نوموړی په ۱۹۷۳ د دسمبر په دومه نېټه په کوټه کې پخپل کور په بمي چاودنه کې و وژل شو. په لندن کې مېشت ډاکټر جميل خان پانيزی له خان عبدالصمد خان سره د يو ځوان مبارز په توګه نژدې وخت تېر کړی وو. عبدالحي کاکړ له ډاکټر جميل سره عبدالصمد خان اڅکزي په اړه مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې ده په لومړي ځل هغه چرته او څنګه و ليدی؟
"د پښتنو ماشومانو د بې کورۍ شمېره ځکه لوړه ختلې چې، یو په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات وشول، بل د پښتنو سکولونو ته په کم شمېر کې ځي"
پاکستان او افغانستان بلاخره سلا شول چې له افغان وسله والو طالبانو سره ځنډېدلې سولې خبرې به بېرته پېلوي ایا دا ځل مذاکرات پر مخ تلای شي؟
په خېبر پښتونخوا کې واکمن او مخالف ګوندونه د اقتصادي راهداۍ مخ پنجاب ته د اړولو پر ضد پر یوه ګډه کړنلاره سلا شوي دي. د پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د اقتصادی راهدارۍ په اړه د یوې غونډې مشرۍ کولو وروستو د چارشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل، دوی له مرکزي حکومته یواځې یو سړک یا موټروې نه غواړ
څېړونکې ډاکټر عایشه صدیقه وايي، د پخواني پوځي واکمن ضياءالحق په دور کې به سپينې پاڼې چاپېدې او اوس پاڼې ډکې وي خو آواز ترې ايستل شوی وي
"افغان حکومت له خپلو ټولو وګړو سره خبرې کوي. د [طالبانو پخواني مشر] ملا عمرله مړینې وروسته د طالبانو په نامه هېڅ ډله وجود نه لري."
د ذکر ده د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په دې ورستیو کې یو شمیر عالمانو سره یوه غونډه کړې وه چې په کې د مدرسو رجسټریشن اصلاحاتو او نصاب په اړه خبرې اترې شوې وې
"د امنيت وضع د تېر حکومت په مقابله کې په دې حکومت کې ښه شوې ده. البته دا درته ویلی شم، چې اوس هم موږ زیات خوشبینه نه یو. ننګونې یا چيلنجونه ډېر زیات دي."
د کاشغر ـــ ګوادر اقتصادي راهدارۍ منصوبې په باب د عوامي نېشنل ګوند، قامي وطن پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پشمول د ځینو نورو ګوندونو دريځ دی چې حکومت دې لومړۍ پر غربي لاره کار سر ته ورسوي
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د بندو دروازو د پرانیستلو لپاره یې افغانستان ته د پښتنو د یو شمېر نورو مشرانو سره په بدرګه سفر وکړ.
اسفندیار ولي خان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ټپه ودرېدو حالات نور هم خراب کړي دي. نوموړی وايي کابل ته له تلو وړاندې یې په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم نوازشریف سره په دې اړوند خبرې وکړې او ورته یې وویل چې د خبرو بیا پیلول اړین دي. له نوموړي سره ګل ایاز خبرې کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته