په دې ملاقات کې پاکستان او چین ترمینځه د اقتصادي راهدارۍ مغربي لار ، فاټا کې اصلاحاتو او د قبایلي سیمو بې کوره شویو خلکو بیا بحالۍ په اړه خبرې اترې شوې دې.
منشي عبدالقیوم ، په خپلې خوږې مورنۍ ژبې پښتو ورک مین دی. له هیواده لرې ، خو د هیواد والو لرې نه دی. هملته په ورجینیا کې یې د یارانو دوستانو مجلسونه اباد ساتلي دي.
په دې وروستيو کې د پنجاب صوبې په جلهم کې د احمديانو يوې کارخانې ته اوور ورته کړل شو.
د اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزي او افتاب احمد خان شېرپاو په ګډون ځينې پښتانه سياستوال د افغانستان په درې ورځني سفر دي او وايي، له افغان مشرتابه سره به پر دوه اړخيزه تعلقاتو او امنيت په ګډون پر مختلفو چارو خبرې کوي. بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو دفتر دغه سفر د دواړو هېوادونو اړیکو ښه کولو په لړ کې
د پښتو سندرغاړی استاد احمد ګل وايي، د مياشتنۍ مرستې تر لاسه کولو لپاره يې له حکومت سره درخواست جمع کړی دی او په خبره يې خوښ دی چې حکومت د هنرمندانو ستونزو هوارولو ته پام وکړ.
په بنګله ديش کې د اسلامي سخت درېځو ډلو په تندروۍ کې زياتوالی راغلی او سږ کال دوه بهرنيان او څلور سېکولر ليکوالان او کتاب خپرونکي وژل شوي دي.
د ناروې چارواکي وايي، دوی غواړي چې دا کډوال روسیې ته ستانه کړي ځکه چې دوی د هغه ځاي اسناد لري او هلته په قرار ژوند تېرولی شي.
حکمت اعظمي وايي، کابل نه غواړي په پاکستان کې د ناستو طالبانو غوښتني و مني دا ځکه دوی فکر کوي دا طالبانو نه بلکه د اسلام اباد غوښتنې دي چې د طالبانو په مټ يې د ځان په ګټه استعمالوي.
د کرښې پر غاړه خپرونه کې په دې موضوع بحث کووچې په مالاکنډ سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو وروسته څنګه کېدای شي چې اوس دې هم په دغه سیمه کې ځنې وسله والې ډلې نه یوازې دا چې په پاکستان دننه تربیتي مرکزونه وچلوي بلکه افغانستان ته هم وسله وال ولېږي؟
د سولې پر لور ننۍ خپرونه کې به واورئ چې مدني فعالان يا Social Activists څرنګه د سوله ييزو لارو خپلو هدفونه ته رسيږي. د کابل د هغه هنرمند له کاره به هم خبر شئ چې د تصويرونو د جوړولو له لارې د عدم تشدد تبيلغ کوي. دا خپرونه درته بشيرګواښ جوړوي.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د سولې پروسه کې مرسته وکړي.
اورګاډيچلوونکي وايي؛ د شاوخوا ټولو اورګاډو انجنې زړې او ناکاره دي، او په خبره يې چې انجنې يې ورته سمې جوړې کړې نه وي، ددوي احتجاج به هم داسې دوام لري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته