د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د بندو دروازو د پرانیستلو لپاره یې افغانستان ته د پښتنو د یو شمېر نورو مشرانو سره په بدرګه سفر وکړ.
اسفندیار ولي خان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ټپه ودرېدو حالات نور هم خراب کړي دي. نوموړی وايي کابل ته له تلو وړاندې یې په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم نوازشریف سره په دې اړوند خبرې وکړې او ورته یې وویل چې د خبرو بیا پیلول اړین دي. له نوموړي سره ګل ایاز خبرې کړي دي.
په پاکستان کې دا ایسټېبلیشمېنټ د پنجاب د سیاستدانانو، جرنیلانو، ملایانو، صنعتکارانو، خبریالانو او سرکاري او غیرسرکاري ادارو د مشرانو په لاس کې دی.
افغان چارواکي وايي کابل ته د پاکستان ميشته پښتنو سياستوال سفر او د سولې پيغام وروړل په خپل ځای خو افغانستان به له طالبانو سره د سولې خبرو ته غاړه کيږدي چې په دې برخه کې نړيوالو ضمانتونه موجود وي.
د قبايلو چارو وزارت مرستيال، غفور ليوال، بشيرګواښ سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې کابل ته د پاکستان ميشته پښتنو سياستوالو د سولې پيغام وروړل په خپل ځای خو افغانستان د سولې خبرو لپاره خپل شرايط لري. هغه وويل چې اول بايد نړيوال ضمانت موجود وي چې د پاکستان پوځ به د طالبانو له ملاتړه لاس اخلي.
د امنيتي چارو يو افغان پوه علي محمد علي اژانس ته ويلي، حکمتيار وسله واله ډله نلرې او د ده زياتره پلويان د طالبانو او داعش په ګډون له نورو وسله والو ډلو سره ملګري شوي دي.
«موږ له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې باندې قانون سازي وکړي ځکه چې په سیند صوبه کې دا ډیره زیاته مسله ده هلته هندواڼۍ ښځې په زوره مذهب بدلولو ته اړ ړېستل کېږي»
د بلوچستان صوبايي وزير سرفراز بګټي له مشال راډيو سره په ځانګړي خبرو کې وويل چې حکومت د تل لپاره له ټولو بلوڅ وسلوالو ډلو سره مذاکراتو ته تيار دی.
په دې ملاقات کې پاکستان او چین ترمینځه د اقتصادي راهدارۍ مغربي لار ، فاټا کې اصلاحاتو او د قبایلي سیمو بې کوره شویو خلکو بیا بحالۍ په اړه خبرې اترې شوې دې.
منشي عبدالقیوم ، په خپلې خوږې مورنۍ ژبې پښتو ورک مین دی. له هیواده لرې ، خو د هیواد والو لرې نه دی. هملته په ورجینیا کې یې د یارانو دوستانو مجلسونه اباد ساتلي دي.
په دې وروستيو کې د پنجاب صوبې په جلهم کې د احمديانو يوې کارخانې ته اوور ورته کړل شو.
د اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزي او افتاب احمد خان شېرپاو په ګډون ځينې پښتانه سياستوال د افغانستان په درې ورځني سفر دي او وايي، له افغان مشرتابه سره به پر دوه اړخيزه تعلقاتو او امنيت په ګډون پر مختلفو چارو خبرې کوي. بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو دفتر دغه سفر د دواړو هېوادونو اړیکو ښه کولو په لړ کې
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته