د پاکستان پوځي قانون د ۲۰۲۳ز کال ترمیمي مسوده د جولای پر ۲۷مه د دفاعي چارو وزیر خواجه محمد اصف سېنېټ ته وړاندې کړه.
اسحاق ډار د جولای پر ۲۷مه پر اېکس، چې مخکینی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې لیکلي دي چې هغه پور د چین د صادراتو (برامداتو) او وارداتو (درامداتو) بانک (اېکس اېم) ورکړی او ټاکل شوې وه چې پاکستان یې په ۲۰۲۴ز او ۲۰۲۵ز مالي کال کې پرې کړي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې بلاول بوټو زرداري د روسیې د بهرنیو چارو له وزير سېرګې لاوروف سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د غلو د برامد لپاره دې لارې چارې ولټول شي.
تارړ نن (د جولای پر ۲۶مه) د پارليمان د دواړو خونو ګډې غونډې ته په وېنا کې د نگران حکومت په اړه په بیل کې د تراميمو وضاحت هم ورکړ او وې ویل چې د نورو ګوندونو سره تر مشورو وروسته یې بیل کې ځینې بدلونونه وکړل او دا ټولو ته د منلو وړ دی.
په همدې حال کې د جولای پر ۲۲مه د سیند صوبې په دویم لوی ښار حیدراباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بېټني د خوشې کېدو لپاره احتجاج وکړ.
د تېلو کاروباریانو د ټولنې مشرانو پرون (د جولای پر ۲۰مه) په کراچۍ او پېښور کې خبري غونډو ته وویل چې حکومت ورته د یو لیټر تېلو پر سر شپږ روپۍ ګټه ورکوي چې له دې کبله له زیان سره مخامخ دي. دوی داراز وویل چې له ایرانه د تېلو قاچاق یې هم کاروبار خراب کړی دی نو ځکه سبا سهار ټول پمپونه تړي.
خالد خان بېټنی د خیبر پښتونخوا د ټانک سیمې دی. هغه د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.
د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو او یوشمېر لوبغاړو د جولای پر ۱۹مه په لاهور کې د یوې غونډې پر مهال د اسیايي لوبډلو ترمینځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو د ۱۶م پړاو په اړه معلومات ورکړل او د اتلولۍ جام یې وښود.
نور وښیئ