د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عدنان شینواري وژنه: د لنډيکوتل له پرلتوالو سره خبرې ناکامه شوې


د لنډیکوتل پرلتوال
د لنډیکوتل پرلتوال

بېګا شپه د لنډي کوتل په چاروازګۍ کې د وژلي ۲۲ کلن ځوان عدنان شینواري د پېښې پرضد پرلتوالو ته د خیبر ضلعې پولیسو مشر ډي پي او محمد اقبال او ډپټي کمشنر محمود اسلم په د نوموړي له کورنۍ او خیبر سیاسي اتحاد له ګومارلې کمېټۍ سره د پرلت ختمولو په موخه ورغلل خو خبرې یې نتیجې پای ته ورسېدې.

د خبرو اترو پر مهال ګډوډي ولګېده او سرکاري چارواکي خپلو دفترونو ته ستانه شول.

د خیبر مرستیال کمشنر محمد عمران مشال ريډیو ته وویل: ''د پولیسو ضلعې مشر عدنان شینواري کورنۍ ته باور ورکړ چې د دوی ټولې غوښتنې به له خپلو لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي او څه ښه حل به یی راوباسي. د عدنان شینواری پلار ډېر مطمین وو خو په عین حال کې بیا مظاهره چیانو د پرلت له ختمولو انکار وکړ، نعرې یې ووهلې، موږ هم دا پرېکړه وکړه چې سبا به بیا مذاکرات وکړو.''

د عدنان شینواری وژنې ضد لواړګي کې احتجاجي پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00


د خیبر ۱۰۵ حلقې نه د صوبایی اسمبلې لپاره منتخب شوې غړې شفیق شیر اپرېدی وایي: ''کله چې د عدنان شینواری کورنې او سیاسي فعالان او مظاهرچیان مطمین شي نو بیا به پرلت ختموو، زموږ او د پولیسو ترمنځ لا مزاکرات نه دی کامیابه شوي، موږ غواړو د عدنان شینواري کورنۍ ته د شهید پکېج ورکړل شي، یوه نوکري دې ورکړل شي او د دغې پیښې عدالتي پلټنو کمېشن دې جوړ کړل شي.''

د خیبر سیاسي اتحاد مشران او د عدنان شینواری د کورنۍ غړي وایي دوی نن پر څلورمه ورځ هم احتجاجي پرلت لګولی او د سهار له نهو د ماښام تر پینځو بجو پورې به افغانستان ته د مال وړونکو ګاډو پرمخ لویه لار تړلې ساتي او که په دې وخت کې کوم سرکاري چارواکي ورځي نو دوی ورسره مزاکراتو لپاره تیار دي.

د تېر خالي پر ورځ یاني د فبرورۍ پر ۲۲ نېټه د پیښور د تره ګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي پولیسو له خوا په جاري کړي بیان کې راغلي چې د جمعې پر ورځ یاني د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه یې د پېښور په رېګي کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر وخت پینځه ترهګر وژلي ول چې عدنان شینواری هم پکې شامل وو.

خو د عدنان شینواري کورنۍ دا تور ردوي او وایي هغه درې میاشتې وړاندې د لټون عملیاتو پر وخت امنیتي ځواکونو له خپله کلي پورته کړی وو او له دوی سره په بند کې وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG