د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې پر پوليو ټيم يو بل بريد کې يو بل پوليس وژل شوی


پخوانی تصویر: په پېښور کې د پوليو واکسينو کمپاين سره د پولیسو په پېره کې
پخوانی تصویر: په پېښور کې د پوليو واکسينو کمپاين سره د پولیسو په پېره کې

په خيبر پښونخوا کې د ګوزڼ ضد واکسينو د کمپاين پر ساتونکو يو بل بريد شوی او يو بل پولیس والا وژل شوی دی.

د ټانک تاڼې د پولیسو مشر نور اسلم د دیسمبر په دولسمه مشال راډيو ته وويل چې دا حمله په ګره ښاده سيمې کې شوې ده. د هغه په خبره پر ډزو کې د پوليو کارکوونکو ته څه زیان نه دی اوښتی خو هغوی سره د امنيت لپاره موجود سپاهي، نزیر وژل شوی دی.

د نور اسلم په خبره پولیسو د تښتېدلو بريدګرو د نيولو لپاره د لټون عمليات پيل کړي دي. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.

دا په ټانک کې په دوو ورځو کې د پوليو واکسينو پر ډلو دوهم برید دی. د دیسمبر په يوولسمه هم يو پوليس والا وژل شوی او بل زخمی شوی وو. دوی هم د پوليو د واکسينو د یوې ډلې ساتنه کوله. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد زمه واري منلې وه.

په پاکستان کې د معذورونکي وايرس، پوليو پر ضد د واکسينو درې ورځنی کمپاين د دیسمبر له لسمې شروع شوی دی.

د يادونې ده چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان حکومت سره د نومير له نهمې د ديسمبر تر نهمې پورې اوربند کړی وو خو د دیسمبر په لسمه یې اعلان وکړ چې نوره دا جنګ بندي نه غځوي.

مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، د پاکستان حکومت په دې يوه مياشت کې د تحريک طالبان پاکستاني دولس غړي له جېله خوشې کړي وو خو ټي ټي پي په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو پر شوې لوظنامې عمل نه دی کړی نو ځکه خپلې حملې بيا پيلوي.

د دې غيرقانونه ګرځول شوې ډلې په وينا د افغان طالبانو په منځګړتوب شوې، د سولې پر موافقې سربيره هم د پاکستان پوځ په قبايلي ضلعو کې د دوی ملګري په نښه کړي دي. د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي خو وزيراعظم عمران خان په بېلابېلو بيانونو کې موقف ښودلی چې غواړي مسايل د مذاکراتو له لارې حل شي.

XS
SM
MD
LG