د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې افغانانو او د نورو سیمو خلکو ته د ځانونو راجسټر کولو امر شوی


په خيبر کې تورخم دروازه چې هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ ورباندې کوي ــ انځور له ارشيفه
په خيبر کې تورخم دروازه چې هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ ورباندې کوي ــ انځور له ارشيفه

د خیبر پولیسو په هغه ضلع کې اوسېدونکو افغانانو او د نورو سیمو خلکو ته په تاڼو کې د خپلو معلوماتو درجولو امر کړی دی.

د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د مارچ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، افغانانو او د نورو سیمو وګړو ته یې د اپرېل تر ۳۰مې وخت ورکړی دی چې تاڼو ته ورشي او معلومات ورکړي.

ده وویل، دا کار د کرایې کورونو او نورو ودانیو د امنیت د قانون له مخې کوي او ټول هغه کسان چې اصلاً د خیبر اوسېدونکي نه دي، باید اجازتنامې ترلاسه کړي.

د اپرېدي په خبره، پولیسو دا امر د امنیت لپاره کړی دی. نوموړي وویل: "موږ ته به دومره اندازه لګي چې دلته چې څوک، څوک [اوسي] د هغوی ډېټا به له موږ سره وي. د [امنیت] له وجې هم موږ غواړو چې دا ټول رېکارډ په متعلقه تاڼو کې موجود وي."

ظهیر اپرېدي وویل د اپرېل ۳۰مې وروسته به د هغو کسانو خلاف قانوني کاروايي کېږي چې ځانونه یې نه وي راجسټر کړي. د خیبر پولیس وايي چې دا اقدام د ۲۰۱۴ز کال د خیبرپښتونخوا د کرایه شویو ودانیو قانون لاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره څه موده کې په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي. په ګڼو سیمو کې خلکو د مظاهرو، جرګو او پرلتونو له لارې پر حکومت غږ کړی چې په سیمه کې د امن لپاره ګامونه پورته کړي.

د خیبر چارواکي وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو تر ګډېدو وروسته ټول قوانین هلته ورغځېدلي دي چې باید عملي شي.

پولیس وایي د خيبر پښتونخوا په نورو بندوبستي ضلعو کې د مالک او کرایه دار ترمينځ لوظنامه کېږي، چې وروسته پولیس این او سي یا اجازتنامه ورکوي. د دوی په وينا تر همهغه قانون لاندې د نورو سیمو اوسېدونکي او افغانان هم باید اجازتنامه ولري.

په خیبر کې اوسېدونکو یوشمېر افغان دوکاندارانو مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو په وینا اجازتنامې ترلاسه کوي خو هغوی دې ورسره نرم چلند وکړي او پرضد دې یې اقدام نه کوي ځکه چې د هغوی په وينا له دې سره به په لواړګي کې کاروبار زیانمن شي.

په لنډي کوتل بازار کې یو افغان دوکاندار شهاب علي مشال راډیو ته وویل، "موږ خپله تېر کال (۲۰۲۲ز) ځانونه راجسټر کړل خو چې کوم افغان وګړي ناخبره دي، پکار ده د هغوی لپاره یوه سروې وشي څو هغوی ځانونه راجسټر کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر له ۱۳ څخه تر ۱۴ لکه پورې دی چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG