د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چين حکومت په پاکستان کې پر خپل سفارت غږ کړی چې د خطرونو په وړاندې بيداره اوسي


د چين بهرنيوو چارو وزارت وياند وانګ وېنبین په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه
د چين بهرنيوو چارو وزارت وياند وانګ وېنبین په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه

د چين بهرنيوو چارو وزارت وايي په پاکستان کې یې خپل سفارت ته د خطرونو په وړاندې د بيداره اوسېدو او له پاکستانه د خپلو وګړو خونديتوب غوښتی دی.

د چين بهرنيوو چارو وزارت وياند وانګ وېنبین د اګست پر ۱۴مه په بيجينګ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په پاکستان کې یې خپل سفارت او قونصلګريوو ته ويلي چې ځمکنيو حالاتو ته پام وکړي او له هر قسمه خطر څخه ځانونه خوندي وساتي. نوموړي زياته کړه چې له پاکستانه یې غوښتي دي چې پر چينايانو د بریدونو پلانونکي دې ونیسي.

وېنبین تایید کړه چې د اګست پر ۱۳مه وسله والو د بلوچستان په ګوادر کې لومړی پر چينايي انجنيرانو د سړک غاړې بمي چاودنه وکړه او وروسته یې ډزې پيل کړي. خو هغه زیاته کړه چې په دې برید کې هېڅ چينايي وګړی زخمي یا وژل شوی نه دی.

د دغې حملې ذمه واري له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ ليبرېشن ارمي مجيد بريګېډ پر غاړه اخیستې وه. دې ډلې ادعا کړې وه چې د ځانمرګو بریدګرو په دې حمله کې یې ۴ چينايي انجنيران او ۹ پاکستاني پوځيان وژلي دي.

خو د پاکستان پوځ د اګست پر ۱۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دوه حمله کوونکي يې وژلي دي. د پوځ عامه اړيکو څانګې په خپل بیان کې د چينايانو ذکر نه وو کړی او زیاته کړې یې وه چې هېڅ پاکستاني سرتيري ته زیان نه دی رسېدلی.

چين د پاکستان سره اقتصادي راهدارۍ پروژه پر مخ وړي چې د بلوچستان ګوادر ښار او بندر پکې مهمه برخه دي. دلته د چين انجنيران او مزدوران کار کوي چې بېلتونپالې وسله والې ډلې یې د ځايي خلکو د وسايلو لوټونکي بولي. دې ډلو په بلوچستان او نورو سيمو کې په په بېلابېلو وختونو کې پر چينايانو او پاکستان امنيتي ځواکونو خونړي بریدونه کړي دي.

د چین بهرنيوو چارو وزارت وياند په خپله خبري غونډه کې وويل چې اقتصادي راهدارۍ پروژې ته خطر نشته او د پاکستان سره په ګډه به یې کارونه پر مخ روان وي. هغه زیاته کړه چې د امينتي مسايلو په اړه د چين او پاکستان چارواکي يو بل سره له نيږدې کار کوي.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده. د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

په بلوچستان کې په دې وروستيوو کې د وسله والو بریدونه ډير شوي دي. د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په دریوو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG