د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ له زندانونو ۶۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر مياشت کې تر ۹۰۰ زيات افغانان نيول شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر مياشت کې تر ۹۰۰ زيات افغانان نيول شوي دي.

د پاکستان د سيند صوبې د کراچۍ ښار له دوو زندانونو څخه ۶۰ افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل سيد عبدالجبار مشال راډيو ته ويلي چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه يې د کراچۍ له مرکزي او ملير زندانونو څخه خوشې شوي ټول کسان په بسونو کې د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول.

نوموړي زياته کړه چې د ۲۰۲۲ز کال له جولای مياشتې راهيسې يې شاوخوا ۲،۴۰۰ افغانان د سيند له زندانونو څخه تر خوشې کولو وروسته افغانستان ته لېږدولي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل ول.

بلخوا په کراچۍ کې د نيول شوو افغانانو وکيلې منيزه کاکړ مشال راډيو ته وويل چې په تازه خوشې کړل شويو افغان کډوالو کې ۲۶ ماشومان هم شامل دي.

نوموړې د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې افغانستان ته لېږدول شويو دغو کسانو په زندانونو کې خپلې د بند سزاګانې تېره مياشت لا پوره کړې وې، خو پر عدالتي امر سربېره هغوی تر اوسه په زندانونو کې ساتل شوي ول.

کراچۍ کې بندي افغانان وايي حکومت دې یې خوشې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

په کراچۍ کې پوليس وايي چې د سېپټېمبر له نهمې راهيسې يې شاوخوا ۹۰۰ هغه افغان کډوال نيولي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خو په کراچۍ کې د نيول شويو افغانانو د وکيلانو او د طالبانو د حکومت د کونسل جنرل په وينا، پوليسو زياتره هغه افغانان نيولي چې پاکستان ته د درملنې لپاره تللي ول. هغوی وايي، له يوشمېر افغانانو سره قانوني اسناد هم وي خو بيا هم د هغوی خلاف مقدمه جوړه شي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ وروسته له هغې تېزه کړل شوه چې د سيند صوبې ګورنر کامران ټیسوري د سېپټېمبر پر ۱۱مه وويل چې د غيرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه یې کړې ده.

تر هغه وروسته د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ پر وفاقي‌کچ د شوې دغې پرېکړې تاييد وکړ او زیاته یې کړه چې وېزه يا د اوسېدو نور اسناد نه لرونکي بهرني وګړي له پاکستانه باسي.

د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کراچۍ کې د پښتنو د کلتور ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې د سیند پر حکومت غږ وکړ چې په کراچۍ کې دې د افغانانو د نیولو او ځورونو لړۍ ودروي.

تر هغه وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند صوبې مشر سليم خان ترين وويل چې د سيند حکومت لوړپوړو سرکاري چارواکو ته يې لیکونه لېږلي او ورته ويلي يې دي چې په کراچۍ کې له پښتنو سره دا ډول چلند ورته د منلو وړ نه دی او باید د افغانانو د نيولو لړۍ ژر تر ژره ودرول شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو پر موضوع د طالبانو چارواکو له پاکستانيو چارواکو سره خبرې هم کړې دي خو د پاکستاني لوري پر ډاډ سربېره دا ستونزه لا هم نه ده هواره شوې.

افغانان وايي د ګرفتارۍ له وېرې د کراچۍ له کیمپه بهر نه شي وتلای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې مېشت دي. پر دې سربېره په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شوي چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوې ده. په وروستیو کې نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند قيصر اپرېدي مشال راډيو ته ويلي چې د پاکستان له حکومت سره یې د افغان کډوالو ستونزې شريکې کړې دي. هغه زیاته کړې چې نړيوالو قوانينو ته په کتو باید پولیس د افغان کډوالو ځورول او نيول ودروي.

XS
SM
MD
LG