د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو واکسیني کیمپېن پیل شوی دی


د واکسیني ډلې غړی په پېښور کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.
د واکسیني ډلې غړی په پېښور کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې د پولیو ضد واکسینو ورکولو کیمپېن پیل شوی او چارواکي غواړي چې سږ کال هېواد له هغه رنځه پاک کړي.

په پېښور کې د پوليو مخنيوي د مرکز چارواکي محمد ذیشان مشال راډیو ته وویل چې د سږني کال دا لومړنی کیمپېن په دوو پړاوونو کې کوی چې لومړی هغه یې د جنورۍ له اتمې تر ۱۲مې او دویم به یې د جنورۍ له ۱۵مې تر ۲۱مې پورې روان وي.

هغه وویل په کیمپېن کې د صوبې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۴ لکه ماشومان واکسینوي.

ذیشان زیاته کړه چې ۳۱،۰۰۰ روغتیايي کارکوونکي یې د واکسیني بهیر لپاره په دندو ګومارلې دي او د امنیت لپاره یې سخت اقدامات شوي دي.

دا بهیر پر داسې مهال کېږي چې د جنورۍ پر اتمه په باجوړ کې د پولیسو پر ګاډي په بمي برید کې پینځه سرتېري ووژل او ۲۲ ژوبل شول.

د سیمې د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې پولیس سرتېري په ماموندو کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسیني کیمپېن پر مهال د امنیت چارو ترسره کولو لپاره روان ول چې ګاډی یې د سړک تر غاړې ښخ بم ښکار شو.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پولیسو پر ګاډي د بمي برید ذمه واري منلې ده.

بلخوا د واکسیني ډلو غړي او مشران وایي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ورته حکومت تنخاګانې نه دي ورکړې.

د روغتیا وزارت د ښځینه کارکوونکو مشرې المین افتخار مشال راډیو ته وویل چې د تنخاګانو بندېدو پر ضد یې احتجاجونه هم کړي خو ستونزه یې نه ده هواره شوې. هغې وویل د کیمپېن تر بشپړېدو وروسته خپله راتلونکې تګلاره ټاکي.

خو د پوليو مخنيوي ادارې چارواکي وایي، روغتیايي کارکوونکو ته به ژر تنخا ورکړي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو وایرس پکې لا هم شتون لري. په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې شپږ ماشومان پولیو وهلي ول چې څلور پکې د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند صوبې ول.

XS
SM
MD
LG