د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي وايي ډرېوران دې د مارچ تر ۳۱مې خپل سفري اسناد بشپړ کړي


د پاکستان او افغانستان ترمينځ تورخم دروازه ـ پخوانی انځور
د پاکستان او افغانستان ترمينځ تورخم دروازه ـ پخوانی انځور

د پاکستان د ګمرک چارواکو ويلي چې افغان او پاکستاني ټرانسپورټران او ډرېوران دې د مارچ تر ۳۱مې خپل سفري اسناد بشپړ کړي.

په تورخم کې د ګمرک (کسټمز) یو چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې تر هغې نېټې وروسته به هېچا ته د دواړو هېوادونو ترمينځ بې له پاسپورټ او ویزې د مال وړلو او سفر کولو اجازه نه وي.

په تورخم کې د سوداګرو اتحادیې مشر مجیب شینواري پر دې اقدام اندېښه ښوولې او زياته کړې يې ده چې له دې سره به یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمينځ تجارت اغېزمن شي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې په دومره کمه موده کې پاسپورټ او ویزه اخیستل ممکن نه دي. "سوداګرو، ټرانسپورټرانو او ډرېورانو ته بايد پر تورخم دروازه د ویزې سهولت ورکړل شي او یا هم داسې کار وشي چې پاکستان ورته په ترجیحي بنیادونو د ویزې عمل اسانه کړي."

دا تر هغې وروسته ده چې پاکستان د جنورۍ پر ۱۳مه د تورخم پر دروازه او همدا ډول افغانستان ته پر نورو ټرانزیټي لارو د اوښتو لپاره پر افغان ډرېورانو د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.

د دې په غبرګون کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم ورته ګام واخیست او پر پاکستانیو ډرېورانو یې بندیز ولګاوه.

پاکستان تر ۱۰ ورځني ځنډ وروسته د جنورۍ پر ۲۳مه له افغانستان سره د تجارت لارې پرانیستلې او د تورخم، غلام خان، خرلڅیو او انګور اډې له لارې يو ځل بيا د افغانستان او پاکستان ترمينځ سوداګري بحاله شوه.

د پاکستانيو چارواکو په وينا، دا ګام یې تر هغې وروسته واخیست چې د جنورۍ پر ۲۲مه په تورخم کې د پاکستانیو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو غونډه وکړه او پر دې سلا شول چې ډرېورانو ته دې د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړي چې هغوی خپل سفري اسناد جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG